نړیوال کریکټ

د اسټرالیا او نیوزیلېنډ لوبې کورونا ویروس وځنډولې

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې اسټرالیا ته د درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی و، چې د جمعې په ورځ یې لومړۍ لوبه وکړه، اسټرالیا پکې نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې ته په ۷۱ منډو ماته ورکړه او پیل یې په بري وکړ؛ خو د شنبې په ورځ د اسټرالیا کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ دوه کرکټ لوبې ځکه وځنډول شوې، چې د کورونا ویروس د خپرېدو وېره وه.

د کورونا ویروسي وبا د اسټرالیا او نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ وروستۍ دوه لوبې تر نامعلومې نېټې وځنډولې.   د اسټرالیا کرکټ بورډ ویلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان په امریې د کرکټ لوبې وځنډولې.   دواړو لوبډلو لومړۍ یو ورځنۍ کرکټ لوبه د مارچ میاشت په ۱۲ مه نېټه ترسره شوه، چې اسټرالیا پکې په ۷۱ منډو بری خپل کړ.   د اسټرالیا کرکټ لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ کرکټ لوبه کې لومړی توپ وهنه وکړه؛ دې لوبډلې په پنځوس اورونوکې د ډېوېډ وارنر د ۶۷ منډو، د اېرون فېنچ د ۶۰ منډو او د مرنیوس لبوس شېن د ۵۶ منډو په مرسته ۲۵۸ منډې وکړې.  نیوزیلېنډ په ۴۱ اورونوکې د ټولو وېکټو په سوځېدو سره ۱۸۷ منډې وکړې او اسټرالیا ورته په ۷۱ منډو ماته ورکړه.   پټ کمېنس او مېچل مارش درې، درې وېکټې واخېستې.   د لوبې غوره لوبغاړی مېچل مارش وپېژندل شو.

تمه وه چې دواړه لوبډلې دویمه یو ورځنۍ کرکټ لوبه د یکشنبې په ورځ د مارچ میاشتې په ۱۵ مه نېټه ترسره کړی وای؛ خو وروستۍ دوه لوبې د کورونا وېروس وېرې له امله وځنډېدې.
لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې