
کویټې ګلیډېټرز کراچۍ کېنګز ته مهمه سیالۍ کې ماتې ورکړه
د پاکستان سوپر لیګ په مهمه او حساسه لوبه کې کویټې ګلیډېټرز لوبډلې د کراچۍ کېنګز لوبډلې ته په زړه پورې ماتې ورکړه او په پنځو ویکیټو په شتون کې یې له سیالې لوبډلې څخه سیالۍ وګټله.
د لوبې په پیل کې کراچۍ کېنګز د لوبې پچه یا ټاس وګټلو او خپله یې لومړی د توپ وهنې تصمیم ونیوه.
کراچۍ کېنګز لوبډلې په ټاکلو شل اورنو کې د پنځو لوبغاړو د لاسه ورکولو وروسته ۱۵۰ منډي وکړي، چې له ډلې یې کېمرون ډیلپورټ ۶۲ سترې منډي جوړي کړي او د کراچۍ کېنګز لپاره تر نورو ښه وځلید.
د کویټې ګليډېټرز له لوري توپ اچونه کې نسیم شاه دوه مهم لوبغاړي وسځول همدغه راز سُهیل خان، فواد احمد او محمد حسنین هر یوه ۱-۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ.
د کراچۍ کېنګز له لوري کویټې ګلیډېټرز لوبډلې ته ټاکل شوي هدف اسانه وه او په بشپړولو کې یې د کویټې لوبډله بریالۍ شوه چې کراچۍ ته په مهمه لوبه کې ماته ورکړي چې د کراچۍ کېنګز له لوري د ۱۵۰ منډو هدف د کویټې ګلیډېټرز لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۶.۲ اورنو کې بشپړ کړ.
د کویټې ګلیډېټرز له خوا توپ وهنه کې شین واټسن ۶۶ منډي ترسره کړلي چې د لوبې غوره لوبغاړی هم نومول شو، همدغه شان منضور ۹ څلورېزو پر مټ ۶۳ منډي وکړي.
د کراچۍ کېنګز له لوري توپ اچونه کې وقاس مقسود او ارشاد اقبال دوه-دوه لوبغاړي اوټ کړل خو علي خان یواځې بیا یو لوبغاړی وسځوه. دغه سیالۍ د کویټې ګلیډېټرز لوبډلې د پنځو لوبغاړو په شتون کې وګټله.