افغانستان کریکټ

کرېکټ بورډ: د APLسوداګریز لیګ د فساد دوسیه یې رسمي کړې ده

د کرېکټ بورډ اداره وايي، د افغانستان شل اوریزه غوره لیګ (APLT20) دوسیه یې د قضا په نړیواله محکمه کې ثبت کړې ده او یاده محکمه به د تېر کال په لوبو کې د فساد ټولې خواوې وڅېړي.

د کرېکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان کرېکټ بورډ د پخواني پانګوال سنکسر سپورټ له لوري د قضا په نړیواله محکمه کې ثبت شوې قضیې ته د قانوني مقررې په چوکاټ کې ځواب وړاندې کوي او له یادې محکمې سره په اړوند ډګر کې هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.

افغانستان کرېکټ بورډ د تېر ۲۰۱۹ زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان شل اوریزه غوره لیګ (APLT20) د لومړي پړاو لپاره له پانګوال سنکسر سپورټ سره د سوداګریزو حقوقو هوکړه لیک لغوه کړ، ځکه یاد شرکت په قرارداد کې د لیګ حقوقو د فیس ورکړې او روڼتیا له اصولو سرغړونه کړې او د افغان لیګ روڼتیا ته له یو شمېر هغو کسانو ګواښونه وو چې له سنکسر سپورټ سره یې تړاو یا اړیکه درلوده.

کرېکټ بورډ په دې وروستیو کې په لندن کې د قضا له نړیوالې محکمې په همدې تړاو د سنکسر سپورټ له خوا د قرارداد د لغوه کولو اړوند د قضیې ثبتولو رسمي خبرتیا ترلاسه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کرېکټ بورډ د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لپاره د معتبر او له مالي پلوه د ځواکمن پانګه‌وال په لټه کې دی، ترڅو د افغانستان شل اوریز غوره لیګ په راتلونکي دویم پړاو کې پانګه اچوونه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، کرېکټ بورډ ورسره د پام وړ نرمښت او انعطاف کړی؛ د لیګ حقوقو د فیس ورکړې او حق الزحمې په ډګر کې پاتې راغلی دی او یاد شرکت د خپل ځوړند مالي حالت له امله له قرارداد سره سم د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د دویم پړاو د ترسره کولو وړتیا نه لري. دغه راز د یادولو ده چې د کرېکټ نړیوالې شورا د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې هم له افغان کرېکټ بورډ سره په همدې تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې وې چې په سنکسر سپورټ شرکت کې ځینې شامل او یا اړیکه لرونکي کسان د لیګ روڼتیا ته جدي خطر پېښوي.

د افغانستان د شل اوریز سوداګریز لیګ لوبې تېر کال په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې، چې ټولې لوبډلې هندي پانګوالو اخیستې وې او له لومړي سره پرې د فساد تورونه وو.

لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې