دلوبغاړو په اړه

هغه لوبغاړي چې بورډ ورسره په هرفارمټ کې د مور او میري چلند کړی

دافغان کرکټ هغه ځلیدونکي لوبغاړي چې وړتیا او استعداد یې لکه د لمر روښانه ده خو افغان کرکټ له پام او توجه په پوره ډول غورځولي
افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په کمه موده کې د کرکټ په نړۍ کې داســـې شهرت پیدا کړ چې تصور هم نه کیده او دنړۍ په لوبډلو یې حکمراني وکړه افغان کرکټ ملي لوبډلې دافغانانو په زړونو کې خاص ځای درلود او له خپلې لوبډلې سره بې انتها مینه لري خو په دې وروستیو لوبواو ناسم غوراوې یې یوازې دهیوادوالو زړونه څه ان دلوبغاړو زړه هم له کرکټ څخه ور تور کړ.
ډیري په کې دداسې لوبغاړو حق خوړل شوې چې پوره حقدار دي

او دهغو په وړتیا او استعداد کې شک نشــــته.دافغانستان لپاره لومړی لوبغاړی چې په هراړخ کې له لوبډلې لرې پاتې شوی هغه،نجیب ترکی، دی نجیب یو له هغو اوپنرانو څخه دی چې په افغانستان کې د تخنیک له پلوه ډېر بهترینه لوبغاړ دی
ترکی هغه لوبغاړی دی چې ساری یې کورنی کرکټ کې هم کم لیدل کیږي نوموړی په ۲۰۱۹ کال شپږیزه لیګ لوبو کې دسپین غر په نماینده ګۍ لوبیده او دیاد لیګ ترټولو چټکه نیمه سلیزه ووهله.

ترکی هغه لوبغاړی دی چې ایرلینډ سره په شل اوریرزو سیا لیو کې موقیع ورکړل شوه په یو میچ کې په کمو توپونو ۲۷ منډې جوړې کړې او ورپسې سیالۍ کې ترټولو زیاتې ۹۰ منډې جوړې کړې ترهغې وروسته بیا بغیر له دې چې لوبغاړو ته اوبه میدان ته یویسې په پیچ کې ونه لیدل شــــو تر څو یې مینوال له کلاسیک شاټونه پوره خوند واخلي.

ضیا شریفي چې دملي لوبډلې خوند څکلو وروسته تقربیآ له دوو کالونو راهیسې په لوبډله کې نه تر سترګو کیږي که څه هم ملي لوبډلې نن سبا له تیزو بالرانو له کمښت سره په شدید ډول مخ ده او ډیری سیالۍ یې دهمدې تیز بالینګ په کمښت کې دلاســـه ورکړې او لاس ترزینې پاتې شوه خو بیاهم دیونامعلوم دلیل له مخې داځوانان له لوبډلې په هر فارمټ کــې لرې ساتل کیږي که څه هم ضیا د ایرلینډ خلاف په یوه اساسي سیالۍ کې دایرلېنډ دوه کلیدي لوبغاړي (پاول سټرلینګ) او (انډي بالبرني) له خپلې مخه پورته کړه خو ترهغې وروسته نوموړي ته کوم چانس ورنه کړل شـــــو.
وفادارمومند:
هغه تیز توپ ویشونکی دی چې په کورنۍ کرکټ کې ترنورو چټکو توپ اچونکو یې پایلې ډیرې مثبې وي دهندوستان په وړاندې په یوه ټسټ سیالۍ کې موقیع ورکړل شوه ترهغې وروسته بیا ورته کومه خاص پاملرنه ونشـــــوه دداسې ډیرو تنکیو ځونانواستعدادونه وزپل شول په ملي لوبډلې څه چې ان په ۱۹ کلنو او کورنیو کرکټ لیګونه کې هم ورته موقیع ورنکړل شوه.

درویش رسولي:
یوازینې داســــې توپ وهونکی دی نوموړی په مټ کې دومره زور او تخنیک لري چې دمیدان هر طرف ته شاټ له ټاکلې لیکې واړوې په نوولس کلنو لوبډله کې دپام وړ سیالۍ کړي درویش اوس کله ناکله دملي لوبډلې سره سفر کوي خو دواټرمین په صفت ځنې ځوان لوبغاړي یوازې په دې خاطر په ۱۵ کسیز سکواډ کې اچول کیږي چې ملت ته سترګو کې خاوره واچوي
ځوان او ډیری پخواني لوبغاړي په خاطر صرف لوبډلې سره سفر کوي چې میدان کې پرې واټر میني کوي
داستونزه یوازې دسلیکشن په کميټه کې نه بلکې په ځینو هغو لوبغاړو کې هم ده چې له ډیرې مودې راهیسې ملي لوبډله کې لوبیږي (سینیر) لوبغاړي دوی هم نه غواړي چې ځوانان راشـــي او لوبه وکړي ځکه ددوی ځای نیول کیږي.
بهیر شاه محبوب:
بهیر شاه محبوب چې په کورني کرکټ کې یې څاری ډېر کم لیدل کیږي نوموړي ته هم په ملي لوبډله کې د چانس ترلاسه کولو خوب لا په ريښتیا ندی بدل شوی. بهیر د ټيسټ او پنځوس اوریزو لوبو لپاره جوړ او تخنیکي لوبغاړی دی خو لاهم د ملي لوبډلې څخه ډېر لري پاتي شوی.

عضمت الله عمرزي:
هغه لوبغاړی چې دنوولس کلنو په نړیوال جام کې افغان لوبډلې دنوموړي په ښې توپ اچونې او توپ وهنې په نورو نړیوالو لوبډلو راج وکړ او په یوه سیالۍ کې له نیوزلینډۍ لوبډلې دطوفاني توپ وهنې په وجه لاره ورکه کړه په کمو توپونو یې ۶۶ منډې وکړې او دهمدې توپ وهنې په مټ افغان لوبډلې بریا هم ترلاسه کړه دا او دېته ورته ډیرې سیالۍ یې دپام وړ دي تازه له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره هندوستان هیواد ته په دې موخه تللی و چې دایرلینډ په وړاندې به ولوبیږي خو دا خوب یې په حقیقت بدل نشو یوازې هغو لوبغاړو ته یې اوبه میدان وړلې چې په یوولسز کسیز سکواډ کې و کریم جنت د اضغر افغان ورور دی په دریو مسلسلو سیالیو کې ولوبیده چې نه یې کومه ویکټ ترلاسه کړه او نه یې دپام وړتوپ وهنه وکړه.
ان په داسې وخت کې دتوپ اچونې او توپ وهنې موقیع ورکړل شوه چې په لوبډله هیڅ فشار هم نه وه خو ثمره یې دا وه چې افغان لوبډله دده ناکامې کرکردګې له زیان سره مخ کړه او ملي لوبډلې دپاره په پوره زیان تمام شو او دیو حقدار مظلوم لوبغاړی عمرزي حق یې وخوړو داضغر افغان هڅه دا وه ترڅو کریم ښه فرفامینس وکړي چې راتلونکی نړیوال جام او آشیا کپ کې یې ولوبوي دا له ځوانو لوبغاړوسره په پوره ډول جفاده که دا حالات همداسې روان وي دډیرو لوبغاړو ترڅنګ به دهیوادوالو زړه لا له کرکټه وربد شي او خدای ج مه کړه کرکټ چې یوازینې خوشالي ده د افغان مظلوم ملت دپاره چې بله خوشحالي نه لري که دا حالات داسې وي نو کرکټ به مو دتباهي سره مخ شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې