دلوبغاړو په اړه

عثمان خواجه د نړیوال کرکټ یوه دردونکي خاطره له رسنیو سره شریکه کړه

د استرالیا هيواد نامتو کیڼ لاسی توپ وهونکی ( عثمان خواجه) چې په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې د استرالیا په ګټه لوبیده نوموړی د ټپ له امله په نېمه پای لوبه کې ونه لوبید.عثمان د لانچ غونډې په جریان کې وویل(( زه پوره پر دې باور مند وم چې استرالیا به دا ځل د اتلولۍ جام پورته کوي
زه د نېمه پای لوبې څخه مخکې ډېر زیات ټپي شوم،ماغوښتل چې د استرالیا لپاره ولوبیږم ترڅو نړیوال پنځوس اوریزه جام وګټو.اما داسي ونه شو مونږ په نېمه پای لوبه کې ماته وخوړله او له نړیوال جام څخه بهر شو.زه ډېر لیواله وم چې باید ولوبیږم خو داسي هیڅ کله هم نه کیدل ځکه زما ټپ ژور و،زه چې کله د ناستې ځای ته لاړم ما په لومړي ځل ډېر زیات وژړل او د سترګومې بي اختیاره اوښکې راتوې شوې.دا زما لپاره ډېر دردونکي پيښه وه.

زه پوهیدم چې دلته کېمره شته خو زما احساسات نه کنټرو کیدل او ډېر زیات مې وژړل.که زه وای نو ختمن مو دغه جام استرالیا ته راوړه ځکه دلته په لوبډله کې استرالیا یو ښه اوپنر او باور لرونکی لوبغاړی له لاسه ورکړ.هغه زیاتوي زما لپاره دا ډېره زړه بدونکي پيښه وه چې په نېمه پای لوبه کې ونه لوبیدم.عثمان خواجه د استرالیا هيواد مسلمان لوبغاړی دی چې په اوپنینګ برخه کې میدان ته راښکته کیږي.
او د پنځوس اوریزو لوبو لپاره ځانګړی لوبغاړی دی.یاده دې وي چې ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریزه جام دانګلستان په کوربتوب د لس لوبډلو په منځ کې ترسره شو چې د لومړي ځل لپاره پکې انګلستان بریا تر لاسه کړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې