دلوبغاړو په اړه

رمیز راجا : شرجېل خان باید خپل فیټنس جوړ کړې

د پاکستان هیواد دوه افسانوې لوبغاړو (شعیب اختر)او (رمیز راجا) د شرجېل پر فیټنس توندې نیوکې کړې.دوی وایي د پاکستان هیواد اوپنر توپ وهونکی شرجېل خان لاهم په خپل فیټنس کې ډېره غټه ستونزه لري،خان باید د سینې غوړ کم کړې، که شرجېل د راتلونکي په اړه د ملي ټیم خوب په ريښتیا بدلول غواړې نو ضرور دی چې په خپل ځان باندې ډېر کار وکړې.رمیز او اختر زیاتوي شرجېل خان باید پر څلوریزو شپږیزو تکيه ونه کړې ځکه هغه دلوبې پر جریان کې یوه دوه منډو ته هم شدیده اړتیا لري.شرجېل له اوږد ځنډ وروسته بیا نړیوال کرکټ ته راستون شو رمیز او اختر په دې تمه دې چې نوموړي ته به په راتلونکي نړیوال شل اوریزه جام کې دېره اړتیا ولیدل شي خو خان ته پکار ده چې پر خپل فیټنس پوره کار وکړې.یاده دې وي چې شرجېل خان د پاکستان په سوپر لیګ کې د کراچۍ کینګز لوبډلې په ګټه لوبه ترسره کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې