لیګونه

رائل چېلنجرز بنګلور لوبډلې کورونا له امله تمریناتې کمپ وځنډوه

د هند غوره لیګ چې ټاکل شوي وه روانې میاشتې پر ۲۹ مه نیټه د چینای سوپر کېنګز او د تېر کال اتلۍ ممبۍ اډیانز لوبډلې پر لوبه پیل شې. خو د هند کریکټ کنټرول ادارې یا بي سي سي اي پرېکړه وکړله چې دغه لیګ به د روانې میاشتې پر ۲۹ مه نیټه نه ترسره کېږي او له ټاکلي وخت څخه ۱۵ ورځې وروسته به پیل شې.

تازه د هندې رسنیو راپورنو له مخې چې د اي پي ایل اړوند رائل چلېنجرز بنګلور لوبډلې خپل روزنیز کمپ لغوه کړ. د دغه وژونکي ویروس له امله به په روانه میاشت کې هېڅ کومه رسمي او نړیواله لوبه ترسره نه شې دغه ویروس د لویو لوبډلو لوی سیرزونه لغوه او له مینځه یې یوړل.

د یاد ویروس له کبله د اسټرالیا او نیوزیلینډ ترمنځ هم سیریز لغوه شو چې د سیریز څخه یې یواځې یوه یو ورځنۍ لوبه ترسره شوه چې یاده لوبه په لوبغالي کې پرته د تماشچیانو او تړلو دروازو ترشا ترسره شوه. همدرانګه د سریلانکا او انګلېنډ ترمنځ هم ټېسټ سیریز وځنډول شو.

اوس د احتیاطي تدابیر په توګه د رائل چلېنجرز لوبډلې چارواکو هم پرېکړه کړې ده چې خپل روزنيز کمپ تر نا معلومه نیټې پورې وځنډوې ټاکل شوي وه چې دوی به د مارچ په ۲۱ مه نیټه تمریناتې کمپ پرانیزې چې اوس یې رسماً وځنډوه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې