دلوبغاړو په اړه

ایشانټ شرما : زه پر پريتیما په لومړي سر کې ماینه شوم

ایشانټ شرما : زه پر پريتیما په لومړي سر کې ماین شوم

د هندوستان هيواد تکړه توپ اچونکي (ایشانټ شرما) له هغې راز څخه پرده پورته کړه چې د نوموړي د تېر ژوند په اړه وه.ایشانټ وویل((زه د لومړي ځل لپاره د باسکیټبال د لوبو پرانیست غونډې ته لاړم چې هلته مې (پریتیما) ولیدله.ما له همغې ورځ وروسته له ځانه سره دا تصمیم ونیولو چې زه باید د پریتیما سره واده وکړم.ما له پریتیما سره په ۲۰۱۱ م کال کې ولیدل او له همغې ورځي مې ورسره مينه پيدا شوه.ما له دې وروسته په منظم ډول سیالۍ ترسره کولای او د هندوستان هيواد لپاره به لوبیدم.دغه کوچنی لید په یوه قوي مينه بدل شو او په ۲۰۱۶ م کال کې د ډيسمبر په ۹ نېټه پریتيما او ایشانټ شرما واده وکړ.ایشانټ شرما په ټیسټ کرکټ کې د هندوستان یو له با اعتباره توپ اچوونکو څخه دی.ایشانټ د هندوستان لپاره په ټیسټ لوبو کې ډېر لیدل کیږي او لاهم د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبیدونکی لوبغاړی دی.پریتیما بیا د هند د باسکيټبال مشهوره لوبغاړی وه.یاده دې وي چې د ایشانټ وروسته،ویراټ کوهلي، د انوشکا شرما سره،
هاردیک پانډیا د نتاسا سټینکوویچ سره او د دې ترڅنګ ځنې نورو هندي لوبغاړو هم د هندۍ ادکارانو سره د واده کولو ریشتې تړلي دي.

ولید ( خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې