لیګونه

کورونا د چینای سوپر کېنګز لوبډلې تمریناتې کمپ وځنډوه

کورونا ویروس په ټوله نړۍ کې خپل منفې تاثېرات څرګند کړې دي او زیات شمېر هېوادونو کې یې خپلې پیښې ثبت کړې دي دغه ویروس اوس د نورو ورزشي لوبو تر څنګ په کریکټ لوبو هم خپل اغېز څرګند کړ چې یو شمېر رسمي لوبو تر څنګ یې د نړۍ مشهور لیګ اي پي ایل د پیل نیټه بدله کړه.

دغه ویروس اوس د اي پي ایل اړوند چینای سوپر کېنګز لوبډلې تمریناتې کمپ تر نامعلومې نیټې پورې ځنډولی دی. که څه هم د چینای لوبډلې لوبډلمشر مهندر سېنګ ډوهني او سرېش رینا تمریناتې کمپ پرانیستې وه او ګڼ شمېر مینه والو د یاړ کمپ څخه له نږدې لیدنه وکړه خو دغه خطرناک او وژونکي ویروس د چینای لوبډلې تمریناتې کمپ وتړه.

ټاکل شوي وه چې د همدې میاشتې په ۲۹مه نیټه د چینای سوپر کېنګز او د ممبۍ انډیانز لوبډلو ترمنځ په ممبي وانخیدي کریکټ لوبغالي کې د اي پي ایل لیګ پیل لوبه ترسره شې خو اوس به یاده سیالۍ د مارچ په ۲۹مه نیټه نه ترسره کېږي.

په ورته وخت کې د هند د کریکټ کنټرول ادارې (BCCI) د هندوستان او سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوه یو ورځنۍ سیالۍ هم لغوه کړې دي. خو په ورته وخت کې د نیوزیلینډ او اسټرالیا ترمنځ سیالۍ د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي او دوام لري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې