افغانستان کریکټ

کرونا ویروس د نورې نړۍ ترڅنګ افغانستان ورزش ته هم تاوان پېښ کړه

کرونا ویروس د افغانستان ورزشي لوبې هم وځپلې او تر نامعلومې نیټې پورې ورباندې بندیز ولګیده
تر څو هیواد کې د کرونا ویروس پراختیا پیدا نه کړي او مخې یې نیول شوی وي

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او د بدنې روزنې عمومي ریاست د کرونا ویروس له وېرې ټول هېواد کې ورزشي لوبې تر بلې خبرتیا پورې وځنډولې.

د افغانستان د ورزش مسؤلینو دا پرېکړه داسې حال کې کړې چې دا مهال کابل کې د وزلوبې سیالۍ روانې دي.

افغانستان کې تر دې مهال د کرونا ویروس لس پېښې ثبت شوې، او لا هم یو شمېر شکمنې پېښې لابراتوارونو کې د آزمویښت لاندې دي.

کرونا ویروس چې لومړی ځل چین هېواد کې پیدا شو، او تر هغه وروسته د نړۍ ډېر شمېر هېوادونو کې خپور شو، اوس د روغتیا نړیوال سازمان کرونا ویروس ټوله نړۍ کې خپرېدنکی ویروس ګنلی دی.

لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې