نړیوال کریکټ

کرونا نړیوال کرکټ وځپه

یوازې اسیا نه! بلکې د نورو لویو وچې خلک هم په کرونا اخته کیدونکي او اخته شوي دي. اوس تازه پېښې د کرکټ لوبغاړو اندیښنې زیاتې کړي دي
دا اندیښنه وروسته د کرکټ لوبغاړو تر هغې زیاتې شوې چې په ځینو هیوادونو کې یې د ورزش لوبغاړي مړه او په ځینو نورو هیوادونو کې پرې اخته شول. فوټبال کې د انګلستاني فوټبالر او چيلسي فوټبال کلب لوبغاړي “کالم هوډسن اوډای” د کرونا ټيست نن سهار مثبت تائید شو.
دې سره څنګ کې د ارسنال فوټبال لوبډلې مشر روزونکی مايکل ارتتا د کرونا ناروغۍ نیولی دی. د ایران هیواد یوه ورزشکاره هم همدې ناروغۍ مړه کړه د بیلابیلو لوبو دې د ویروس ټېسټونه ورکړل ځینې منفي او ځینې بیا مثبت وښودل شول ځکه اوس د کرکټ لوبغاړي له دغې ویروس تنګ راغلي دي او غواړي چې ځانونه ټیک سالم وساتي اوس د انګلستان او سريلانکا کرېکت لوبډلو ترمنځ د ټيسټ سياليو لوبلړۍ د کرونا وايروس له بيرې وځنډول شوه. ستاسو په نظر دغې ناروغۍ د کرکټ ورزش ته څومره تاوان پېښ کړی دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې