لیګونه

پېښور زلمي لوبډلې پي ایس ایل کرکټ لیګ کې ۵ مه ماته وخوړه

د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو په دوام د جمعې په ورځ ۲۷ مه لوبه د ملتان سلطان او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ملتان سلطان لوبډلې پکې پېښور زلمي کرکټ لوبډله په ۳ منډو ماته کړه.

د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو په اوږدو کې ۲۷ مه لوبه د پېښور زلمي او ملتان سلطان کرکټ لوبډلو ترمنځ کراچۍ ملي لوبغالي کې ترسره شوه. ملتان سلطان کرکټ لوبډلې په شل اورونوکې د ذیشان اشرف د ۵۲ منډو په مرسته ۱۵۴ منډې وکړې. رحت علي درې وېکټې واخېستې. پېښور زلمي کرکټ لوبډلې په شل اورونوکې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د امام الحق د ۵۲ منډو په مرسته ۱۵۱ منډې وکړې او لوبه ترې ملتان سلطان کرکټ لوبډلې په ۳ منډو وګټله. د لوبې غوره لوبغاړی ذیشان اشرف وپېژندل شو. پېښور زلمي کرکټ لوبډلې ټولې ۱۰ لوبې کړي، ۵ یې بایللي، ۴ یې ګټلي او یوه یې مساوي شوې ده. د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې د فبروري په ۲۰ مه نېټه د ۶ لوبډلو په ګډون پیل شوي او د مارچ میاشت په ۲۲ مه نېټه پای ته رسېږي

لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې