دلوبغاړو په اړه

پنځه لوبغاړي چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې مړه شوي دي

د سپورټس ویکا هندي وېبپاڼي راپور خپور کړی چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په پایته رسیدو سره هغه لوبغاړي درپېژنو چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی (مړه شوې) دي.
سږ کال د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی لیګ اسپنر ومړ. هغه د ۶۳ کلنۍ په عمر سره د زړه د حملې له امله مړ شو. باید یاده شې چې هغه د پاکستان سټار لوبغاړي عمر اکمل خسر هم دی.
عبدالقدیر د انګلینډ خلاف د ټېسټ لوبې پیل په ۱۹۷۷ م کال د دسمبر په ۱۴ نيټه کې پیل وکړ  په ورته وخت کې هغه د جون په ۱۱مه نیټه د نیوزیلینډ خلاف شل اورېزه لوبه پیل کړه.
هغه په خپله لومړۍ لړۍ کې د هند پیاوړی لوبغاړی سچن ټنډولکر بولډ کړی دی.
نوموړي همدا راز په یو ورځنیو سیالیو کې د پاکستان لوبډلې لوبډلمشري هم ترسره کړي. او په ۱۹۵۵م کال کې او د سپټمبر ۱۵مه نیټه لاهور ښار کې وزږید.
چندر شیکر
پخوانی کریکټر (وي چندر شیکر) چې د هند کریکټ ملي لوبډلې استازیتوب هم ترسره کولو چې په تامل ناډو کې ژوند کوي، پدې کال یې ځان وژنه وکړه. د راپورنو له مخې، هغه په پور (قرض) کې د فشار له امله ځان وژنه کړې.
وي بي چندر شیکر د هندوستان لوبډلې لپاره په ټولیزه توګه ۷ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي. په هر حال، هغه په دې ونه توانیده چې زیاتې سیالۍ ترسره کړې او یوازې یې د ۱۲.۵۷ اوسط لرلو سره هندې ټیم لپاره ۸۸ منډي جوړي کړي په کوم کې چې هغه لوړې ۵۳ منډې وکړې. هغه همدا راز په آي پي ایل کې د چینای سوپر کینګز مدیر په توګه کار کړی دی. په ورته وخت کې ، هغه د ملي لوبډلي انتخاب کونکي هم پاتې شوی دی.
باب ویلیس
د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی او تېز توپ اچونکی باب ویلیس په روانه دسمبر میاشت کې د ۷۰ کلنو په عمر سره له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او مړ شو. باب ویلیس د انګلستان لوبډلې په نوملړ کې څلورم تېز توپ اچونکی وه.
باب ویلیس ، چې له ۱۹۷۱ څخه تر ۱۹۸۴ کلونو پورې د انګلینډ استازیتوب کاوه ، په خپل ټېسټ کیریر کې یې ټولې ۹۰ لوبې ترسره کړې، چې په ۲۵.۲ اوسط ډول سره یې توپ اچونه ترسره کړې چې هغه ۳۲۵ ویکټې اخیستې. هغه د خپل وخت یو له غوره تېز بالرانو څخه شمیرل کیده.
سیمر نرس
د وېبپاڼي راپور له مخې، سیمر نرس د می په ۶مه نیټه د بریج ټاون روغتون کې ومړ. دغې وېسټ انډېزې لوبغاړي د ۱۹۶۰ نه تر ۱۹۶۹ پورې د وېسټ انډېز لوبډلې لپاره کریکټ سیالۍ ترسره کړې دي.
سیمر نرس ۲۹ ټېسټ سیالۍ لوبولي دي، چې نوموړي په ۲۹ ټېسټ لوبو کې ټولې ۲۵۰۰ منډې جوړي کړې دې چې پکې ۶ سلېزي هم شاملي دي.
سیمر نرس په ۱۹۶۰م کال کې د انګلینډ خلاف ټېسټ کریکټ کې څرګند شو. د انګلینډ خلاف د ۱۹۶۶ لړۍ کې ، دې لوبغاړي په ۵ ټېسټ لوبو کې ۵۰۱ منډې جوړې کړې ، پشمول د ۱ سېلزي او ۴ نیمه سلیزو.
بروس یارډلی
د آسټرالیا د کریکټ ملي لوبډلې پخوانی تکړه سپنر بروس یارډلي د سږکال په مارچ میاشت کې د سرطان په شان خطرناک ناروغي له امله مړ شو. هغه ۷۱ کلن وه چې مړ شو. دغه لوبغاړي د هند پر وړاندې په ټېسټ کریکټ کې د ۱۹۷۸میلادي کال په جنوري میاشت کې د ۳۰ کلنۍ په عمر سره په اډلایډ کې د ټېسټ کریکټ په لاره اچولو پیل وکړ.
اسټرالیايي لوبغاړي په ۳۳ ټېسټ لوبو کې ۱۲۶ ویکټې اخیستې او پدې موده کې یې په شپږو اننګزونو کې د پنځه یا ډېرو ویکټو اخیستو فیصله کړې.
هغه یو ځل په یوه لوبه کې لس لوبغاړي وسوځول. د دې تر څنګ ، هغه د ۹ نېمه سلېزو په ګډون ۹۷۸ منډې جوړې کړې.

لیکنه حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې