لیګونه

پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو سیمې فاینل د نندارچیانو په نشتون کې ترسره کېږي

د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو به د نندارچیانو په نشتون او د بندو دراوزو ترشا لاهور کې ترسره شې، د پاکستان کریکټ بورډ په یو خبر کې وویل چې د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو سیالۍ به په لارهور کې د تړلو دروازو ترشا ترسره شې.

دغه سیالۍ هم د کورونا د ویروس له کبله د نندارچیانو په نشتون کې ترسره کېږي ځکه د کورونا ویروس خپلې مثبتې او منفې پیښې هر ځای ثبت کړې دي چې اوس یې له کبله د کریکټ لوبو هر څخه بې خونده کړې دي.

پرېکړه د پنجاب حکومت تر مشورې وروسته ترسره کېږي، او ټاکل شوي ده چې سیمې فاینل هم د نندارچیانو (تماشچیانو) پرته ترسره شې. کومو کسانو چې د لوبې لیدلو لپاره ټیکټونه اخیستې دي.

د پاکستان کریکټ بورډ د پالیسۍ سره سم به ورته بشپړه تادیه ورکړل شې. نور جزیات به په دې اړه وروسته څرګند شې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې