دلوبغاړو په اړه

لارا د پولارډ تجربه په شل اورېز نړیوال جام کې د وېسټ انډېز لپاره مهمه ګڼي

براین لارا احساس کوي چې د کېرون پولارډ تجربه په راتلونکې نړیوال جام کې د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې لپاره خورا مهمه ده او له وېسټ انډېز ملي لوبډلې سره به د نوموړي تجربې بریا کې مهم رول ولوبوي کېرون پولارډ په دې وروستیو کې د شل اورېزو لوبو په بڼه یا فارمیټ کې ۵۰۰ سیالۍ ترسره کړې دي چې په کریکټ نړۍ کې یوازینی لوبغاړی بلل کېږي چې ۵۰۰ شل اوریزې لوبې یې ترسره کړې دي.

کېرون پولارډ چې په شل اورېز کریکټ کې د وېسټ انډېز لوبډلې لوبډلمشر دی، او ښه لوبې یې ترسره کړې دي چې د خپلې لوبډلمشرۍ ترسره کولو پرمهال یې لوبډله تر بریا رسولي ده او ټاکل شوي ده چې هغه به په راتلونکې اکتوبر میاشت کې د نارینو کریکټ شل اورېز نړیوال جام کې د وېسټ انډېز لوبډله رهبري کړي د یادونې وړ ده چې راتلونکی نړیوال جام به په اسټرالیا هېواد کې ترسره شې.

په ورته وخت کې د وېسټ انډیا پخواني افسانوې لوبغاړي براین لارا د پولارډ تجربې خورا مهمې او ارزښتناکې بللې دي او ویلې یې دي چې پولارډ د نړۍ پیاړو لوبډلمشرانو تجربې ترلاسه کړې دي او د هغه رهبري به په نړیوال جام کې خورا مهمه او د بریا ډکه وي. لارا وایي چې وېسټ انډېري لوبغاړي پولارډ ته درناوی لري او هغه له خپلې لوبډلې څخه ملاتړ کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې