دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

اشټون اګر په MCG کریکټ لوبغالي کې توپ پسې ګرځېده

د اسټرالیا او نیوزیلینډ ترمنځ وړمه ورځ لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوه، دغه سیالۍ خورا جالبه وه ځکه چې په لوبغالي کې هېڅ کوم نندارچې نه لیدل کېده. او د تړلو دروازو ترشا سیالۍ ترسره شوه.

لوبه په دې اساس جالبه وه چې کله به توپ د پولې (بونډرۍ) څخه بهر ولوېد نو په لوبغالي کې به شامل لوبغاړي توپ پسې ګرځېدل او توپ به یې لټوه.

په ټولنېزو رسنیو کې یو انځور خپور شوی دی چې پکې لیدل کېږي اشتون اګر توپ پسې ګرځې او توپ پسې پلټنې کوي. د اشتون اګر سربیره نور لوبغاړي هم توپ پسې ګرځېدل چې په ټولنېزو رسنیو کې اوس دغه انځورونه خپاره شوي دي او د خلکو ته د خندا وړ وه.

ټاکل شوي ده چې پاتې نورې لوبې به هم د نیوزیلینډ او اسټرالیا ترمنځ همداسې پرته د نندارچیانو ترسره شې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې