دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کېن رېچارډسن ته د کورونا ویروس خنډ

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي توپ اچوونکي کېن ریچارډسن د نیوزیلینډ پر وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه له لاسه ورکړه د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه نن سهار پیل شوه چې اسټرالیا کریکټ ملي لوبدلې د خپلې توپ وهنې پاڼۍ پایته رسولۍ ده او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو یې نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې ته د ۲۵۹ منډو هدف وټاکه. نیوزیلینډۍ لوبډله د هدف ترلاسه کولو لپاره لوبغالي ته ښکته شوي ده.

د یادونې وړ ده چې کېن ریچارډسن د دې امله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه له لاسه ورکړه چې نوموړي د نیوزیلینډ پر وړاندې د ستونې پړسوب خبر ورکړ، بل لوري ته د اسټرالیا کریکټ بورډ په یوه بیان کې وویل چې د نوموړي د ناروغۍ پایله به معلومه کړي. د ستونې پړسوب یو له هغو نښو نښانو دی چې کوم ناروغان پر کورونا ویروس اخته شوي وي نو له همدې امله د اسټرالیا کریکټ بورډ هم هغه له لوبډلې څخه کیښنولی دی.

د اسټرالیا کریکټ بورډ بیا په یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلې دي: “زمونږ طبي کارمندانو د نوموړي د ستونې پړسوب یوه عادې ناروغۍ بللي ده، خو مونږ د اسټرالیا دولت پالیسۍ تعقیب کوو چې له مونږ څخه په کې غوښتنه شوي ده چې باید کېن ریچارډسن کیښنول شې او له اسټرالیا کریکټ نورو لوبغاړو څخه لرې وساتل شې، ځکه هغه له ۱۴ ورځو وروسته نړیوال سفر څخه راستون شوی دی.”

اعلامیه کې راغلي دي، یو ځل چې مونږ د ازمیونو پایلې ترلاسه کړو او ریچارډسن په راتلوونکو څو ورځو کې بشپړه روغتیا ترلاسه کړي نو مونږ تمه لرو چې هغه لوبډله کې شامل کړو.

بل لوري د اسټرالیا او نیوزیلینډ خلاف سیالۍ کې نندارچیان نشته او یواځې د اسټرالیا او نیوزیلینډ لوبډلو لوبغاړي موجود دي، په مېدان کې له دې کبله نندارچیان نشته چې د کورونا ویروس پیښې زیاتې شوي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې