نړیوال کریکټ

کراچۍ کېنګز لاهور قلندرز ته عجیبه ماته ورکړه

د پاکستان سوپر لیګ په مهمه لوبه کې کراچۍ کېنګز لوبډلې لاهور قلندرز لوبډلې ته په ۱۰ ویکیټو ماتې ورکړه په دغه سیالۍ کې د کراچۍ کېنګز لوبډلې لپاره شرجېل خان او بابر اعظم ناسوځېدلي نیمه سلیزې ووهلې، په ورته وخت کې عماد هم په نمرو جدول کې مخکې تګ کړی دی او دوهم مقام یې ترلاسه کړی دی.

د پاکستان پنځم پړاو سوپر لیګ کې، لاهور قلندرز چې لومړی یې توپ وهنه ترسره کړه او په ټاکلو شل اورنو کې یې پنځه لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۰ منډي جوړي کړي. خو کراچۍ کېنګز لوبډلې په ۱۷.۱ اور کې ۱۵۱ منډي ترسره کړي.

د کراچۍ کېنګز لوبډلې له لوري شرجېل خان او بابر اعظم ښه ملګرتیا ترسره کړه او د کراچۍ کېنګز لوبډلې سره یې بریا کې مهم رول ولوبوه. شرجېل خان ۵۹ بالونو باندې ۷۴ ناسوځېدلي او بابر اعظم ۴۶ بالونو باندې ۶۹ ناسوځېدلي منډي ترسره کړي. او په لسو ویکیټو یې لاهور قلندرز ته عجیبه ماته ورکړه.

کراچۍ په دې بریا سره د نمرو په جدول کې دوهم ځل خپل کړ او په لومړي مقام کې د ملتان سلطانز لوبډله ده چې ۱۲ نمرې یا پوانټس لري.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې