لیګونه

پېښور زلمي لوبډله تسلیم شوه

د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو په دوام ۲۴ مه لوبه د لاهور ښار په قدافي لوبغالي کې پېښور زلمي او لاهور قلندرز کرکټ لوبډلو وکړه، چې لاهور قلندرز کرکټ لوبډلې پکې پېښور زلمي کرکټ لوبډلې ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه.
د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ یا پي ایس ایل لوبو کې د سه شنبې په ماښام ۲۴ مه لوبه د پېښور زلمي او لاهور قلندرز کرکټ لوبډلو ترمنځ وشوه.
پېښور زلمي کرکټ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونوکې د شعیب ملک د ۶۲ منډو او د حېدر علي د ۶۸ منډو پرمټ ۱۸۷ منډې وکړې او ۷ لوبغاړي یې وسوځېدل.
لاهور قلندرز کرکټ لوبډلې دا هدف د شلم اوور په پنځم توپ د ۵ وېکټو په نقصان سره د فخر زمان د ۶۳ منډو او د کرېس لین د ۵۹ منډو په مرسته پوره کړ او پېښور زلمي کرکټ لوبډلې ته یې په ۵ وېکټو ماته ورکړه.
د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې د مارچ میاشت په ۲۲ مه نېټه پای ته رسېږي. لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې