لیګونه

په ډالرو اخیستل شویو لسو لوبغاړو د پاکستان پي ایس ایل لوبې پرېریښودې

ستاسو په زړونو کې هم دا شق راغلی چې ولې خارجي لوبغاړي له نورو خارجي هیوادونو څخه خپلو هیوادونو ته کاډې بار کوي او ځي
کرونا ویروس اوس داسې ناروغي ده چې اکثر خلک ځینې ویره لري
دا ویروس په ډیرو هیوادونو کې خپور شوی دی نو ځکه هر څوک هڅه کوي چې خپل ځای ته وراسیږي او په پوره ډاډ سره د ځان ساتنه وکړي
د پاکستان پي ایس ایل لیګ ته دا ځل پاکستان ته د نړۍ اکثر مشهور لوبغاړي تللي او ځینې بیا نن نور له پاکستان څخه خپلو هیوادونو ته د تلو تکل وکړه
لیام لیونګسټن، کارلوس براتویټ، لیام ډاوسن، الکس هیلز، ټام بینټن، لیویس ګریګري، جیسن رای، ټایمل ملز، جیمز وینس، ریلي روسو او کوچ جیمز فوسټر
دغه لوبغاړي د پاکستان پي ایس ایل لوبو څخه د کرونا ویروس له ډاره خپلو کورونو ته ځي دې سره څنګ کې نن د هندوستان ستر لیګ ای پي لوبې هم د مارچ له ۲۹ نیټې د اپریل ۱۵ نیټې ته وځنډیدې

لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې