نړیوال کریکټ

سعودي عربستان کې نارینه نا بلکې ښځينوو لومړنۍ کريکټ لوبه ترسره شوه

د سعودي عربستان په ستر جدې ښار کې د ښځينوو ترمنځ د کريکټ لوبه ترسره سوه او ريکارډ يې جوړ کړ.

دا اول ځل دی چي په سعودي عربستان کې د انجونو له لوري کريکټ لوبه ترسره کيږي. دا لوبه چې ۱۰ اویزه وه د ۸ بيلابيلو هيوادونو، هندوستان،پاکستان، سويلي افريقا،پلپين، اندونیزيا،سويډين،سعودي عربستان او اجپټ ښځينوو پکښې برخه اخيستې وه.

دا سيالۍ د ابر په نوم روغتيايي ګروپ له لوري د دوی د شل کلنې کليزي په وياړ تر سره شوې او دا په سعودي عربستان کې يو نوی حرکت وه. میرمن جای او هلواني چې د ټيمونو برخه وې وايي” موږ په دې ټورنمينټ کې د کريکټ نړيوال اصول مراعت کړل ځکه موږ په تلویزیونونو کې ډيرې لوبې ليدلي همدارنګه د تيرو دوو مياشتو راهيسې موږ دلته تمرين کاوه.

انولګل محمد چې د ابر روغتيايي ګروپ مشر دی د سعودي عربستان ټولو ښځينوو ته يې مبارکي ويلې او ويلي يې دي چې د باچا سليمان بن عبدالعزيز او شهزاد محمد بن سليمان په دور کې هغه څه ترسره شوي چې مخکې يې امکان نه درلوده او دی هيله لري چې سعودي عربستان به په ورزش کې ځانګړی پرمختګ وکړي.د جدې کريکټ ټولنې مشر اعجاز خان هم د دې لوبې کتلو ته ورا غلی وه، ده وويل په تيرو دوه لسيزو کې موږ د کريکټ لپاره ډير کار کړی خو دا يو نوښت وو چې د ابر ګروپ له لوري ترسره شو. اعجاز وايي دا يې پيل وه، موږ په دې هڅه کې يو چې په سعودي عربستان کي ښځينه کريکټ پراخ کړو

لیکنه : حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې