افغانستان کریکټ

د سپین بولدک میدان چارې پیل شوې خو د ننګرهار میدان چارې لا هم په ټپه ولاړي دي

د کندهار په لیرې پرته ولسوالۍ سپین بولدک کې د کرکټ میدان لپاره د ځمکې ځانګړې کولو چارې لس ورځو کې بشپړې شوې او اسناد یې له ټولو قانوني پړاونو تیر شول…

سپین بولدک کې د کرکټ له نوم سره ډیر کمه اندازه خلک اشنا دي . د لوبغالو جوړولو سره کورنی کرکټ پیاوړی کیږي د کرکټ مخکې تګ کې مهم رول لري بله ګټه یې دا ده چې ای سي سي سره زمونږ باور زیاتوي او ای سي سي له لوري افغانستان کرکټ بورډ ته په بودیجه کې ډیروالی راځي…. دې ته ورته نورې مثبتې ګټې ډیرې لري په هغې اوس نه غږیږو اصل مطلب ته راځم .

په افغانستان کې کرکټ د پخوا په پرتله اوس ډیر شوی زرګونه ښه لوبغاړي لرو خو تر اوسه په ټول افغاستان کې په نړیوال معیاري سره برابر نه د کرکټ لوبغالی لرو او نه د کرکټ اکاډمۍ نږدې لسو ولایتونو کې کرکټ بورډ ځینې میدانونه جوړ کړل او ځینې لا هم همداسې پراته دي نیمې چارې یې خلاصې شوي او نیمې پاتي ….

هر کیمپ چې افغان لوبډله په بهر کې کوي صرف د همدې مشکل له وجې چې مونږ په هیواد کې معیاري لوبغالی او معیاري اکاډمۍ نه لرو میلونونه ډالر پیسې له مونږ څخه هند او اماراتو کرکټ بورډونو واخیستې په هغو پیسو دلته د دوه معیاري میدانونو ټولې چارې بشپړیدې .
په سپین بولدک ولسوالۍ کې میدان جوړ شو خو د کرکټ کور ننګرهار ښار کې لوبغالی نشته .

زمونږ د زون مشر او ننګرهار کرکټ مسول څخه نیولې ان تر خبریالانو ، مبصرینو ، او کرکټ بورډ کې د ننګرهار چارواکي ټول ملامت دي هیچا تر اوسه د خپل حق پوښتنه ونه کړه دا زمونږ د ننګرهار حق ده چې دغه لوبغالی راته جوړ کړي درې ځلې یې د بنسټ ډبره کیښودل شوه خو تر اوسه هماغه شان پروت دی هیچا یې تر اوسه پوښتنه ونه کړه .
کرکټ بورډ باید د ننګرهار میدان چارې ژر پیل کړي! په لوموړي انځور کې مشعل ښکاري چې د ننګرهار لوبغالي د بنسټ ډبره یې په 1394کال کې ایښې وه .

نور قضاوت تاسې وکړﺉ چې ننګرهار سره ظلم او د مور او میرې چلند دی کنه ؟

خیرالله پرهر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې