نړیوال کریکټ

بین کټېنګ باور لري، چې اسټرالیا لوبډله به راتلوونکو پنځو کلونو کې پاکستان ته سفر وکړي

د پاکستان کریکټ بورډ په دې وروستیو کې بریالۍ هڅې روانې کړې دې چې له یوې لسیزې وروسته خپل هېواد (پاکستان) ته یو ځل بیا نړیوال کریکټ ستون کړي. پاکستان کې وروسته له هغې نړیوال کریکټ رد شو کله چې په ۲۰۰۹ کال کې پر سریلانکایۍ لوبډلې باندې برېد وشو. په هر صورت، اوس د پاکستان کریکټ بورډ په دې وروستیو کې توانېدلی دی چې یو ځل بیا خپل هېواد ته له یوې لسیزې وروسته نړیوال کریکټ ستون کړي.

تازه بین کېټنګ چې په پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو لوبو کې د کویټې ګلیډېټرز لپاره لوبېږي، ویلې یې دې چې ممکن په راتلوونکو پنځه کلونو کې اسټرالیایۍ لوبډله پاکستان ته د سیالیو ترسره کولو لپاره سفر وکړي. په تېر ۲۰۱۹ کال کې پاکستان ته سریلانکا او بنګله دېش د سیالیو ترسره کولو لپاره سفر کړی وه او هلته یې د پاکستان په کوربه توب یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

په ورته حال کې پاکستان کریکټ بورډ په پام کې لري چې د ۲۰۲۰ کال پاکستان سوپر لیګ کوربه توب هم په خپل هېواد (پاکستان) کې وکړي. چې له دې وړاندې به یې ځینې لوبې پاکستان او پاتې نورې لوبې به په دوبۍ کې ترسره کولې.

له بین کېټنګ څخه په یوه مرکه کې وپوښتل شو، چې آیا اسټرالیا به پاکستان ته سفر وکړي؟

بین کېټنګ په ځواب کې وویل: “زه صحیح سړی نه یم چې څه څرګنده کړم. مګر اسټرالیا به په راتلوونکو پنځو کلونو کې پاکستان ته سفر وکړي.”

بین کټېنګ چې دا مهال د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو لوبو کې د کویټې ګلیډېټرز لوبډلې لپاره لوبې لوبېږي او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول لوبولی دی. تر اوسه پورې یې ۱۴۶ منډي ترسره کړې دي او اته لوبغاړي یې له مخې پورته کړې دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې