نړیوال کریکټ

انځورونه: اسټرالیا او نیوزیلینډ ترمنځ یو ورځنۍ لوبه پرته له نندارچیانو روانه ده

نن د اسټرالیا او نیوزیلینډ ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شو وه چې دغه سیالۍ اوس هم روانه ده او د اسټرالیا لوبډلې اننګز پایته ورسېد او نیوزیلینډ ته یې په ټاکلو پنځوس اورنو کې د ۷ لوبغاړو په زیان ۲۵۹ منډي هدف وټاکه. له لږ ځنډ وروسته به نیوزیلینډۍ لوبډله توپ وهنې لپاره لوبغالي ته ښکته شې.

خو په ورته حال کې دغه سیالۍ پرته د نندارچیانو او تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي او دوام لري.

ښایې تاسې هم حیران شئ چې دغه لوبه کې ولې نندارچیان (مینه وال) نشته؟ نن په سډڼي کریکټ لوبغالي کې له دې امله مینه وال نشته چې کورونا ویروس په ټوله نړۍ کې خپلې پیښې ثبت کړې دي چې اوس یې د نورو ورزشي لوبو سربیره پر کریکټ لوبو هم خپل منفې اغېز څرګند کړ.

نه یواځې ننۍ لوبه کې به مینه وال نه اوسې بلکې پاتې دوه نورو لوبو کې به هم مینه وال یا نندارچیان لوبغالي کې ونه اوسې او پرته له نندارچیانو به ترسره شې. دغه لوبې د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي. یعنې د مینه والو پرمخ د لوبغالي دروازې تړل شوي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې