نړیوال کریکټ

اسټرالیا پیل په بریا وکړ

نیوزلینډ لوبډله د درو یوورځنیو لوبو لپاره اسټرالیا ته تللي. ددي لوبو په دوام نن لومړۍ لوبه ترسره سول چي اسټرالیا لوبډلي په ۷۱ منډو وګټل. دلوبي پچه اسټرالیا وګټل او دتوپ وهني پریکړه یي وکړل. چي د اوو لوبغاړو په دلاسه ورکولو یي نیوزلینډ ته ۲۵۹ منډي هدف وټاکه. چي له ډلي یي ډیویډ وارنر ۶۷، ایرون فنچ ۶۰ او لبشګني ۵۶ منډي جوړي کړي. او نیوزلینډ ته ایش سوډي ۳، سانټنر او فرګوسن ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. دیاد هدف ترلاسه کولو لپاره نیوزلینډ له پیله ترپایه کمزوري لوبه وکړل چي په پوره ۴۱ اورونو کي یي دلسو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۱۸۷ منډي جوړی کړي او لوبه یي په ۷۱ منډو بایلوده. چی ګفټیل ۴۰ او لتام ۳۸ منډي جوړي کړي او اسټرالیا ته کمنس او مارش ۳-۳، هازلووډ او زمپا ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. دلوبي غوره لوبغاړۍ میچل مارش وټاکل سو. په نن لوبه کي دکرونا له ویري لوبغالي ته کوم مینوال نه وه راغلي. ددي ناروغۍ په زیاتیدو د سپورټ نړۍ ډیره کم رنګه سوي. ددوي ترمنځ به دوهمه لوبه دمارچ پر ۱۵ دیکشنبي په ورځ ترسره سي. ددي لړۍ مخکي نیوزلینډ ۰-۳ هند ته ماته ورکړي وه مګر اسټرالیا بیا له سویلي افریقا څخه ۰-۳ ماته منلي وه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې