ولایتي سیالۍ

په کندهار کي د چلینج کپ په نامه یو ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

دچلنج کپ ترنامه لاندي یادي لوبي د کندهار پر کرکټ لوبغالي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ دوي میاشتي مخکي پیل سوي وي او نن یي پایلوبه ترسره سول. نیمه پایلوبو ته آرین، وطن، عینوسټار او خپلواک کلبونه وتلي وه. چي پایلوبي ته وطن او خپلواک لوبډلي لار وموندل. نن یاده پایلوبه دخپلواک لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. د لوبي ټاس خپلواک لوبډلي وګټی او وطن لوبډلي ته يې د توپ وهني دعوت ورکړی چي وطن لوبډلي د ټولو لوبغاړو په سوځيدو خپلواک ته ١٠٦ منډو هدف وټاکی چي خپلواک لوبډلي هم ياد هدف د ٥ لوبغاړو په دلاسه ورکولو د لوبي په ٢٥,٢ اورونو کي ترلاسه او لوبه يې په ۵ ویکټو وګټل.

د ُبست زون د کرکیټ مسؤلینو په وینا، هڅه يې داده تر څو د لوبغاړو دپیاوړتیا لپاره دغه ډول سیالۍ نوري هم دوام وکړي.
د ټورنمنټ غوره لوبغاړی د عينوسټار لوبډلي لوبغاړۍ نعمان سو چي ٤٠٥ منډي يې جوړي کړي وې، غوره توپ اچونکی د آرين لوبډلي احمدضيا سو چي ١٦ لوبغاړي يې سوځولي وه او غوره الراونډر د خپلواک لوبډلي وقارالله اسحاق سو چي ٢٠٢ منډو ترڅنګ یي ١٣ لوبغاړي هم سوځولي وه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې