نړیوال کریکټ

هندۍ لوبډله پخپل کوربتوب له سویلي افریقا سره لوبي کوي

سویلي افریقا لوبډله ددري یو ورځنیو لوبو لپاره هند ته تللي. ترڅو هلته د هندۍ لوبډلي سره دري یورځنۍ لوبي ترسره کړي. هندۍ لوبډلي دیادي لړۍ مخکي له نیوزلینډ سره د نیوزلینډ په کوربتوب لوبي درلودي چي دري واړه لوبي یي بایلودي. همداراز سویلي افریقایي لوبډلي پخپل کوربتوب څو ورځي وړاندي اسټرالیا ته ۰-۳ ماته ورکړي وه. هندي کرکټ بورډ دتیرو ماتو وروسته په لوبډله کي ډیر تغیرات راستولي ځیني لوبغاړي یي پر کور کښینولي او نوو او تجربه لرونکو لوبغاړو ته یي لوبډله کي چانس ورکړی. سویلي افریقایي لوبډلي هم یادي لړۍ ته قوي او تجربه لرونکي لوبغاړي دویکټ ساتونکي کوینټن ډیکوک په لوبډلمشرۍ اعلان کړي. یاده لړۍ نن راپیلیږي چي لومړۍ لوبه یي دهند په درمشالا کرکټ لوبغالي کي په ۱۲:۳۰ بجي، دوهمه لوبه یي دمارچ په ۱۵ په لکنو کي او درېیمه او وروستۍ لوبه په کلکته کي دمارچ په ۱۸مه پرهمدي وخت ترسره کیږي.
د سویلي افریقا خلاف هندۍ لوبډله: ویرات کوهلي لوبډل مشر، شکرداون، پریتوی شا، کی ایل راهول، منیش پانډي، سریاش لایر، ریشب پنت، هارډیک پانډیا، رویندرا جدیجا، بونیشور کمار، یزویندرا چهال، جسپریت بومرا، نوډیپ سنی، کولدیپ یادو او شبمن ګیل
سویلي افریقا هم خپله لوبډله اعلان کړي چي: ډیکوک لوبډل مشر، تمبا باوما، ون ډر ډوزن، فیف ډیپلوسیس، ډیویډمیلر، جانمن میلن، سمتس، جورج لینډي، انډیل پلکوایو، کیل ورین، هینریچ کلیزن، لونګي نګیډي، لوتو سیپملا، بیورن هینډرکس، انریک نارتجي او کیشومهراج.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې