نړیوال کریکټ

د کریکټ نړیوالې شورا د کورونا ویروس له امله د بورډ ناسته ځنډولی

د کورونا ويروس اوس په کریکټ نړۍ کې هم خنډونه رامینځته کړي دي. ځکه چې د کریکټ نړیوالې شورا یا اي سي سي څلور ورځنۍ ناسته چې د غړیو بورډونو ترمنځ هر کال ترسره کېږي. اوس تازه د کریکټ نړیوالې شورا یاده ناسته د کورونا ویروس خپرېدو له کبله ځنډولي ده.

غونډه په داسې مهال وځنډول شوه چې په تېرو څو ورځو کې د کورونا ویروس اندیښنې بیخې زیاتې شوي دي. اي سي سي د دغې پریکړې په اړه غړو هېوادونو ته هم خبر ورکړی دی او ډیری یې د یاد خبر سره موافق وه. له دې وړاندې دوه اونۍ مخکې د اسیا د کریکټ شورا غړو هم د ورته اندیښنې له کبله خپله ناسته د تل لپاره ځنډولو پرېکړه وکړه.

نو له دې داسې بریښې چې د کریکټ لوبو دوه مشهوره اداره کوونکو بورډونو ناستې لغوه کول پر کریکټ لوبو هم خپل منفې اغېز څرګند کړی دی. بل لوري ته د اي سي سي اوسني رئیس شانک منوهر کاري دندې نیټه هم پایته رسیدلې ده او ممکن دا د نوموړي وروستۍ ناسته ووسې او له هغې وروسته به ورته الوداع ووايي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې