افغانستان کریکټ

د ستر پاسوال عبدالرازق شهید د کرکټ لوبغالي لپاره ځمکه ځانګړې شوه!

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ستر پاسوال عبدالرازق په نوم د کرکټ لوبغالي لپاره د ځمکې د ځانګړې کولو چارې بشپړې شوې. د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس فرهان یوسفزي په امر دغه ولایت ته د عمومي مشر د ستر سلاکار انجنیر عبدالله بارکزي په مشرۍ یو پلاوی لېږل شوی و، تر څو ټولې اړوند چارې له نیږدې ننداره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي په دې تړاو وویل: (د ولایت مقام په ګډون له ټولو اړوند په ځانګړي ډول د شهید ستر پاسوال عبدالرازق له ورور ښاغلي جنرال تادین خان، د همدې ولایت له پانګوالو او سوداګرو مننه کوم چې له ګومارل شوي پلاوي سره یې هر ډول همکاري کړې وه او دا دی اوس یې د ځمکې د ځانګړې کولو په چاره کې هم نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او د جوړولو په برخه کې یې هم له موږ سره ژمنه کړې ده.)

یوسفزي دغه راز زیاته کړه: (کرکټ په هېواد کې د سولې پیغام خپروی او د سولې په ډګر کې یې ډېر مهم رول لوبولی دی نو پر همدې بنسټ غواړو، څو له یوه لوري مو د سولې لپاره اغېزناک کار کړی وي او له بل لوري به په دې سره د شهید ستر پاسوال عبدالرازق نوم هم ژوندی پاتې شي، ځکه نوموړی د هېواد یو ريښتینی اتل دی.)
دغه لوبغالی به د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په مرکز کې پر ځانګړې شوې ۳۰ جریبه ځمکه جوړ شي چې د همدې ولسوالۍ او ولایت د اوسېدونکو سربېره به ترې د یاد زون ولایتونه هم د کرکټ په ډګر کې ګټه اخلي.


 یادولو ده چې دغه لوبغالی به کرکټ بورډ تر څارنې لاندې د ستر پاسوال عبدالرازق شهید د درنې کورنۍ د غړو په همکاري د کندهار ولایت د سوداګرو او پانګوالي له لوري په معیاري ډول جوړیږي چې د کرکټ د پیاوړتیا او له دغه زون څخه به د استعدادونو په موندلو کې ډېر اغېزناک پرېوځي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې