دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د بنګله دیش ستوری سومیا سرکار د هغه په واده کې د (هوسی پوستکي) د کارولو په تور په درې کاله بند محکومیږي!

د بنګله دیش لوبغاړي سومیا سرکار د واده پرمهال د هوسی پوټکي درلودو په تور تر درې کالو پورې بند محکوم کیدلی شي، او د دې کال په وروستیو کې د شل اوریز نړیوال جام کې د ده ګډون هم په شک کې دی!
د بنګله دیش کرکټر سومیا سرکار دا ستونزه جدي ښکاري او ښايي ډیر ژر پای ته وه نه رسیږي.
څو اونۍ مخکې هم راپورونو وړاندیز وکړ چې دوه کسان د سرکار د واده پرمهال د ګرځنده تلیفونونو غلا په تور نیول شوي وو!

وروستي راپورونه اوس ادعا کوي چې د بنګله دیش غوره آلراونډر ممکن د هوسی پوستکي اچولو په جرم له قانوني اقدام سره مخ شي، که چیرې ګناهکار ثابت شو، نو تر ۳ کلونو پورې حبس کیدلی شي.
د سرکار پلار (کشوري موهن سرکار) له رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چې دا کار د دوی د کورنۍ دود دی.

ده وویل: ” زموږ دغه د (پوټکي) رواج له پخوانیو نسلونو څخه دی او سومیا ته له ما څخه انتقالیږي، چې ما د پلار لخوا اخیستی”
د بنګله دیش حکومت د قانون له مخې: یو څوک چې د جواز پرته د ځنګلي حیوان پوست وساتي ممکن د (ځنګل ژوند ساتنې) قانون ۶ مې برخې سره سم تر ۳ کلونو پورې پر بند محکوم کیدای شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې