افغانستان کریکټ

اصغر افغان: بریاوو لړۍ به دوام لري

افغانستان کریکټ ملي لوبډله چې د هند په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې یې د ایرلنډ خلاف درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي چې د درې شل اورېزو لوبو لړۍ یې ۲-۱ پایته ورسوله، له دغو لوبو وروسته افغان لوبډله وړمه ورځ هېواد ته راستنه شوه چې د هېوادوالو او کریکټ بورډ له لوري ورته تود هرکلی ترسره شو. د یادونې ده چې د هر کلي تر ترسره کولو وروسته د افغانستان کریکټ بورډ له لوري غونډه پلان شوي وه چې پکې ملي لوبغاړو او د کریکټ بورډ نورو غړو شتون درلود.

د غونډې پیل د قرانکرېم پر مبارکو ایتونو وشو. چې له دې وروسته بیا د کریکټ بورډ اجرایه رئیس لطف الله ستانکزي په دغه غونډه کې خپل د مبارکۍ پېغام وړاندې کړ او پر خبره یې چې افغان لوبډله د ایرلنډ پر وړاندې ښه وځلیده. کریکټ بورډ د لطف الله ستانکزي له خولي لیکې دي:

” افغان لوبغاړي د اماراتو له تمریناتې او روزنیز کمپ وروسته دا ده ډېره ښه وځلېدل او هیله ده چې دوی همدا ډول بریاو او ویاړونو ته دوام ورکړي او د نړیوال جام لوبو او د اسیا جام لوبو کې هم ښه وځلیږي.”

د کریکټ بورډ څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې ستانکزي د یادو لوبو مالي ملاتړ کوونکو څخه هم مننه وکړه، او زیاته یې کړه:

“د افغانستان له اسلامي بانک، کام ایر هوايي شرکت او د کاردان له پوهنتون ډېره مننه چې په دغو سیالیو کې یې په بېلابېلو برخو کې له ملي لوبډلې مالي ملاتړ وکړ.”

همدغه راز له لطیف الله ستانکزي وروسته، د افغان لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان خپلو هېوادوالو، کریکټ بورډ او لوبغاړو ته د دغې سترې بریا مبارکې ورکړه او وویل:

“ټول غیور ولس او اتلانو ته دې دغه ستره بریا مبارک وي او انشاءالله همدا ډول به د بریاو لړۍ دوام لري.”

د نوموړي پر وینا چې، د متحده عربي اماراتو روزنېز کمپ د افغان لوبغاړو په روزنه کې اغېزناک رول ولوبوه. د افغان پر وینا چې له دې وروسته به په کابل او سوېلي افریقا کې هم تمریناتې کمپونه ترسره کړو، چې له دغو تمریناتو څخه یې موخه راتلونکې اسیا جام لوبو او نړیوال جام لوبو ته چمتووالی دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې