نړیوال کریکټ

کریکټ نړیوالې شورا ۲۰۲۱ ښځینه نړیوال جام مهالوېش اعلان کړ

د چهارشنبې په ورځ چې د مارچ ۱۱ مې نیټې سره سمون خوري، د کریکټ نړیوالې شورا په یو خبر کې د ۲۰۲۱ شل اورېز ښځینه نړیوال جام لوبو مهالوېش په ډاګه کړ چې راتلونکی ښځینه شل اورېز جام به په نیوزیلینډ کې د فبرورۍ په ۶ مه نیټه په اېډن پارک کې پیل شې.

راتلونکی ښځینه شل اورېز جام به ټولټال ۳۱ سیالۍ ولري، چې په بېلابېلو شپږو ځایونو کې به سیالۍ ترسره شي. د راپورنو پر اساس، چې آکلېنډ، هېملټون، تورنګا، وېلینګټن، کرېسټ چرچ او ډاونډین به د راتلونکې ۲۰۲۱ ښځینه نړیوال جام کوربه وي.

ټاکل شوي ده چې د ښځینه نړیوال جام پایلوبه به د مارچ په اوومه نیټه کرېسټ چرچ نومي ځای کې ترسره شي. د یادونې وړ ده چې دوه نیمه پایلوبې به د مارچ په ۳مه او ۴مه نیټه په تورنګا او وېلینګټن نومي ځایونو کې ترسره شې.

د ښځینه نړیوال جام لپاره تر دې دمه پورې څلور لوبډلې غوره (تائید) شوي دي چې له ډلې یې د ۲۰۲۰ کال ښځینه نړیوال جام اتله لوبډله اسټرالیا، انګلېنډ، سوېلي افریقا او کوربه نیوزېلینډ تائید شوي دي. چې پاتې نورې لوبډلې به یې په جولای میاشت کې په سریلانکا هېواد کې د ښځینه اتلولۍ او د کوالیفایي غونډې پایته رسېدو وروسته تائیدې شې.

د مالوماتو له مخې چې په ښځینه نړیوال جام کې به اته لوبډلې شتون ولرې او یو له بله سره به سیالۍ ترسره کړي، چې له مخې به یې څلور غوره لوبډلې پای لوبې ته لار ومومي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې