نړیوال کریکټ

زمبابوي خالي لاس خپل هیواد ته ځي

دزمبابوي هیواد ملي لوبډله د یوي ټیسټ، درو یو ورځنیو او دوو شل اوریزو لوبو لپاره بنګله دیش ته تللي وه. ټیسټ او یوورځنۍ لوبي په ستر توپیر بنګله دیش وګټلي؛ وروسته دشل اوریزو لوبو لړۍ راپیل سول چي لومړۍ لوبه یي بنګله دیش په ۴۸ منډو وګټل. دوهمه او وروستۍ لوبه نن ترسره سول. دلوبي پچه بنګالي لوبډل مشر وګټل او د توپ اچوني پریکړه یي وکړل. زمبابوي لوبډلي د برینډن ټایلر د ۵۹ ناسوځیدلو منډو په مټ بنګله دیش ته په پوره شلو اورونو کي د اوو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۱۲۰ منډي هدف وټاکه. بنګله دیش ته مستفیض او الامین ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

دیاد هدف ترلاسه کول بنګله دیش ته ډیر اسانه و دوي وکولای سول په ۱۵،۵ اورونو کي د یوه لوبغاړي په دلاسه ورکولو هدف ترلاسه اولوبه یي په ۹ ویکټو وګټل. بنګله دیش ته لیټن ډاس ۶۰ ناسوځیدلي، نعیم ۳۳ او سومیا سرکار ۲۰ ناسوځیدلي منډي جوړي کړي. زمبابوي ته مپوفو یو لوبغاړۍ وسوځاوه. دلوبي او سریز غوره لوبغاړۍ لیټن ډاس ونومول سو.
زمبابوي پدي لړۍ کي خپلي ټولي لوبي بایلودي او وایټ واش سول. ددوي لپاره بغیر له دوو یا درو لوبغاړو پاته لوبغاړو هیڅ ښه کارکردګي نه درلوده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې