افغانستان کریکټ

د کرکټ بورډ په اداره کې مثبت تغیرات راغلي

د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي او د کرکټ بورډ ستر سلاکار عبدالله بارکزي په راتګ سره د کرکټ بورډ په اداره کې خواره مثبت تغیرات راغلي دي .
د افغانستان کرکټ بورډ په اداره کې د پخوا په پرتله زیات شمیر مثبت بدلونونه راغلي دي .

١ِ د کرکټ بورډ بودیجه کې ډیر والی. سږ کال د افغانستان کرکټ بورډ بودیجه کې څو چنده ډیروالی راغلی ده ، مخکې به د کرکټ بورډ بودیجه د کال په منځ کې خلاصه شوه خو سږ کال کرکټ بورډ دغه ستونزه له منځه وړې وه .
د بودیجې ډیروالی به د افغان کرکټ په پرمختګ کې ډیر رول ادا کړي. همدا رنګه به د افغانستان کورني کرکټ په پیاوړي کیدو کې مهم رول لوبوی شي ، لوبغاړو ته به په خپل وخت معاشونه ورکړل شي . د نړیوالو لوبډلو سره د پیسو په مرسته لوبې کوی شوو …..
٢_ دوهم مثبت او ښه خبر دا دی چې دننه په کرکټ بورډ کې د فساد کچه راټیټه شوی ده .
اوسنۍ ادارې یوه لویه لاسته راوړنه دا ده چې کرکټ بورډ کې فساد ، غلاوې او د بې ځایه پیسو مصرف مخه نیول شوې ده . مخکې به نیمه بودیجه د افغانستان کرکټ بورډ مشرانو خپلو جیبونو ته تلله خو اوس دا چاره بلکل له منځه تللې ده هر کار کوونکي سره د روپۍ ،روپۍ حساب کیږي . د کرکټ بورډ مشر شخصي لوی تجار دی د کرکټ بورډ پیسو ته هیڅ اړتیا نه لري بل خوا د کرکټ بورډ چارې تر ډیره بریده عبدالله بارکزی کنټرولي بارکزی چې تر کومه زه پیژندم د پاک او سپیڅلی شخص دی د.
٣_لاسته راوړنه د کرکټ بورډ اوسني مشرانو دا ده چې شکایتونو اوریدو لپاره نوې څانګه جوړیدل دي.
د شکایتونو څانګې جوړیدو سره د کرکټ بورډ په اداره کې ستونزې او مشکلات تر ډیره بریده پورې راکم شوي اوس د پخوا په پرتله هیڅ چارواکی فساد او غلا په اسانۍ سره نشي کولای ځکه هر لوبغاړی او د کرکټ مینوال کولای شي چې خپله هره ستونزه له نږدې او په انلاین ډول سره د اړوند مسولینو سره شریکولای شي . دا د کرکټ بورډ او په ځانګړي ډول د عبدالله بارکزي لاسته راوړني دي .
باید د کرکټ بورډ له داسې مثبتو کړنو څخه کلک ملاتړ وشي تر څو په راتلونکي کې دغه مسولین لا داشان مثبت کارونه وڅیږي . د سالمو نیوکو تر څنګ دا یې هم حق ګڼم چې د نیکو او مثبتو کارونو یې ستاینه وکړم !
خیرالله پرهر

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې