دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د ډوهوني لیونۍ مینوال، نن د ده پښو ته ور ولوید!

د مهیندرا سینګ ډهوني یوه مینوال د تمریني لوبې کولو پرمهال د امنیت او قانون په ماتولو سره د ډھوني پښې مچ کړې!
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۰ کال ای پی ایل لپاره  مخکې له مخکې تمریني سیالۍ پیل شوي دي. په چینای کې د ډھوني مینه او مینوال هیڅ محدودیت نلري!
د چینای سوپر کینګز (CSK) کپتان په ټول هندوستان کې مینوال لري، مګر په ساحلي ښار کې د هغه فین یا مینوال د هیواد له نورو برخو څخه لوړ دي.

او کله ، ډوني ژیړ لباس پر تن کوي نو ​​دا د مینه والو لپاره خوښۍ دوه چنده کوي.
په ورته وخت کې، ډوني په چینای کې دی او د هند غوره لیګ(IPL) لپاره تیاری کوي.
د (چدمبرم) لوبغالي کې د CSK لوبغاړو ترمینځ د تمریناتي لوبې په جریان کې یو فین امنیت او قانون په بریالیتوب سره مات کړ او د لوبغالي په لور یې منډ کړه او د ډهوني پښو ته یې ور ولوید!

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې