دلوبغاړو په اړه

جونټي روډس : د ډیویلېرز راتګ لوبډلې ته ډېر ګټور تمامیږي

د سویلي افریقا هیواد چټک توپ نیونکی (جونټي روډس)د (ای بي ډيویلېرز) په اړه خپل نظر څرګند کړ.جونټي په خپله وروستۍ مرکه کې وویل((د ای بي بیرته راتګ ډېر ګټور دی،سویلي افریقا باید راتلونکی نړیوال شل اوریزه جام وګټي او ددې لپاره باید ټول پوره امکانات په نظر کې ونیسي،ډيويلېرز دشل اوریزه لوبولپاره مناسب لوبغاړی دی،زه د ای بي ډېر زیات ملاتړ کوونکی یم،هغه به د سویلي افریقا لوبډلې لپاره ډېر ګټور تمام شي.جونټي چې اوس په هندوستان کې د سرک د جوړولو دلوبو پر جریان بوخت دی نوموړي دغه مرکه له کریک انفو سره کړې وه.روډس به سږل د ۲۰۲۰ م کال آی پي ایل سیالیو کې د کینګز ایلون پنجاب لپاره د توپ نیونې په برخه کې روزنه کوي.افریقا کرکټ بورډ لا تر اوسه پورې رسمي سیالیو کې ای بي ته موقع نه ده ورکړې خو د ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام لپاره یې د راتګ ډاډ ورکړې دی.

ولید ( خپلواک)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې