دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کرکټ نړۍ ته ډېر به راشي ډېر به لاړ شي شاید څوک یې په ماتولو بریالي نشي

اکثر لوبغاړي کوښښ کوي چې جادوګره توپ اچونه تر سره کړي
دا ځل د بهترینه توپ اچونې ریکارډ
د غوره توپ اچونې ریکارډ په شل اوریزه لوبه کې د پاکستان په PSl غوره لیګ کې!
۱- سمېت پاټېل په ۴ اورونو کې یوازې ۴ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځول
۲-سهېل تنویر بیا په ۴ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړي او ۴ ویکټې یې اخیستي
۳-ورپسې شاهین افریدی دی په یوه لوبه کې یې په پوره ۴ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې ده هم ۴ ویکټې د خپلې لوبډلې لپاره واخیستې
۴-دلبرحسین بیا څلورم مقام کې دی ۴ اورونو کې دلبرحسین ۲۴منډې مخالفې لوبډلې په واک کې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول
۵-وروستۍ مقام بیا محمد حسین له ځانه سره لري ده په یوه لوبه کې ۴ اورونه وکړل ۲۵ یې منډې ورکړې او ۴ ویکټې یې واخیستې
نړیوال کریکټ کې بیا ډیپاک چاهر لومړی دی چې په ۳/۲ اورونو کې یې د ۷ منډو بدل کې شپږ لوبغاړي سوځولي.
ایا دا ریکارډونه به کوم لوبغاړی مات کړي تاسو هم خپل نظرونه له موږ سره شریک کړئ

لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې