افغانستان کریکټ

ځوانو توپ اچونکو دایرلینډ دمنډو مخه ډب کړل

د دري شل اوریزو لوبو دسریز په دوام نن درېیمه او وروستۍ لوبه روانه ده. دلوبي پچه ایرلینډي لوبډل مشر وګټل او دتوپ وهني پریکړه یي وکړل. ایرلینډ لوبډلي د لوبي په څلورم بال بغیر له کومي منډي دنوین الحق په بال لومړۍ ویکټ د پاول سټرلینګ دلاسه ورکړل، په دریم اور کي بیاهم ایرلینډۍ لوبډلي خپل دوهم لوبغاړۍ بیلبرني یوځل بیا دنوین الحق په بال له لاسه ورکړ. خو وروسته کیوین اوبراین او ډیلنی لوبه کنټرول کړل. چي دځوان لوبغاړي قیس احمد له لوري د کیوین اوبراین ترسوځیدو وروسته دایرلینډ دډیرو منډو مخه ونیول سوه. ایرلینډ لوبډلي په پوره شلو اورونو کي د ۸ لوبغاړو په دلاسه ورکولو افغانستان ته ۱۴۳ منډي هدف ورکړ. ایرلینډ ته ډیلني ۳۷، ټکټور۳۱ او کیوین اوبراین ۲۶ منډي جوړي کړي. او افغانستان ته نوین الحق ۴ اورونو کي د ۲۱ منډو مقابل کي ۳، قیس احمد ۴ اورونو کي د ۲۵ منډو مقابل کي ۳، راشدخان ۴ اورونه کي د ۲۴ منډو مقابل کي ۱، مجیب الرحمن ۴ اورونو ۳۲ منډو مقابل کي ۱ او کریم جنت او ګلبدین نایب ۲-۲ اورونو کي کوم لوبغاړې ونه سوځاوه.
نن قیس احمد خپله وړتیا لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه کي وښودل. هغه دخپل وروستي اور په وروستي دوو توپونو سر په سر دوه لوبغاړو وسوځول. اوپه ټوله کي یي دري ویکټي ترلاسه کړي.
څو شیبي وروسته به افغانستان خپله توپ وهنه پیل کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې