افغانستان کریکټ

مېلمنه لوبډله په سوپر آور کي ګټونکي سوه

دافغانستان په کوربتوب په هند کي دافغانستان او ایرلینډ ترمنځ د درو شل اوریزو لړۍ ترسره سول. لومړۍ لوبه افغانستان د DLS میتود لمخي په ۱۱ منډو، دوهمه په ۲۱ منډو وګټل.
ددي سریز په دوام نن درېیمه او وروستۍ لوبه ترسره سول. دلوبي پچه ایرلینډي لوبډل مشر وګټل او دتوپ وهني پریکړه یي وکړل. ایرلینډ لوبډلي د لوبي پیل ډیر خراب و او دلوبي په څلورم بال بغیر له کومي منډي دنوین الحق په بال لومړۍ ویکټ د پاول سټرلینګ دلاسه ورکړل، په دریم اور کي بیاهم ایرلینډۍ لوبډلي خپل دوهم لوبغاړۍ بیلبرني یوځل بیا دنوین الحق په توپ له لاسه ورکړ. خو وروسته کیوین اوبراین او ډیلنی لوبه کنټرول کړل. چي دځوان لوبغاړي قیس احمد له لوري د کیوین اوبراین ترسوځیدو وروسته دایرلینډ دډیرو منډو مخه ونیول سوه. ایرلینډ لوبډلي په پوره شلو اورونو کي د ۸ لوبغاړو په دلاسه ورکولو افغانستان ته ۱۴۳ منډي هدف ورکړ. ایرلینډ ته ډیلني ۳۷، ټکټور ۳۱ او کیوین اوبراین ۲۶ منډي جوړي کړي. او افغانستان ته نوین الحق د ۲۱ منډو مقابل کي ۳، قیس احمد ۴ د ۲۵ منډو مقابل کي ۳، راشدخان د ۲۴ منډو مقابل کي ۱، مجیب الرحمن ۱، کریم جنت او ګلبدین نایب ۲-۲ اورونو کي کوم لوبغاړې ونه سوځاوه.
دیاد هدف ترلاسه کولو لپاره لپاره افغانستان ارامه لوبه پیل کړل. دلوبي دپیل لپاره ګربز او غني توپ وهني ته راستانه سول چي دپنځوس څخه دزیاتي ملګرتیا په کولو یي افغانستان ته ښه پیل ورکړ. خو د لوبي په نهم اور کي د کرار توپ اچونکي ډیلني له لوري افغانستان خپل دپیل دواړه توپ وهونکي دلاسه ورکړل. خو وروسته اصغر افغان اوکریم جنت لوبه ښه مخته یووړل مګر دلوبي په ۱۳ م اور کي جنت هم خپله ویکټ په ۱۷ منډو دلاسه ورکړل. له هماغه وروسته لوبه مکمل د ایرلینډ لاسونو ته ولاړل مګر وروستي آورکي افغانستان ته ۱۶ منډي پکار وي چي دراشد خان په ښي توپ وهني افغانستان ۱۵ منډي جوړي او لوبه سوپر آور ته ولاړل. په سوپر آور کي ګربز او محمد نبي دافغانستان لپاره توپ وهنه وکړل چي ایرلینډ ته یي فقط ۹ منډي هدف وټاکه. ایرلینډ لوبډلي هم یاد هدف په ډیري سختۍ دآور په وروستي توپ ترلاسه کړ چي راشدخان پکښي دوه لوبغاړي وسوځول او لوبه یي هم وګټل. افغانستان لپاره ګربز ۴۲، اصغرافغان ۳۲ او عثمان غني ۱۸ منډي جوړی کړي. او ایرلینډ ته ډیلنی او سیمی سنګ ۲-۲ افغان لوبغاړي وسوځول. پدي سره سریز ۱-۲ دافغانستان په نوم سو.
یادي لوبي راتلونکي آسیا جام او نړیوال جام ته د امادګۍ په موخه ترسره سوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې