نړیوال کریکټ

ماهيم ورما دبي سي سي آی له کمېټې څخه استعفا وکړه

د هندوستان هيواد مشهوره پخوانۍ څېرې او د کرکټ په ټولو چارو پوه (ماهيم ورما) د
BCCI
کمېټې څخه استعفا وکړه.ماهيم ورما د بي سي سي آی،اوسنی مرستیا ل و،ورما د اتراخاند،کرکټ د (ایسوسي ایشن) د منشي څوکۍ د رایو پر اساس ګټلې،ځکه خو یې له خپلې دندې استعفا وکړه.ورما چې په ۲۰۱۹ م کال کې د بي سي سي آی، چوکۍ لپاره غوره شوی و،سږل یې له خپلې دندې څخه په خپله خوښه استعفا وکړه.هغه د (سنجي ګوسین) سره د اتراخاند کرکټ د ایسو سی ایشن د ګټلو لپاره کاندید و نوموړي وشو کولای چې د مثبتو رایو په اخیستلو سره د اتراحاند ایسوسي ایش کرکټ مشرې په خپله غاړه واخلي.ورما په خپلو خبرو کې وویل.زه د اتراحاند کرکټ ایسوسي ایشن سره ډېره مينه لرم،مونږ به له دغي ځای د کرکټ سټرکچر په ښه شکل سره جوړ کړو،له همدې لارې به د هندوستان د کرکټ دملي لوبډلې سره مرسته وکړو،زه د بي سي سي آی له کمېټې سره خپل نظر شریکوم زه په یو وخت کې په دوه بستونو کار نشم کولای.د هندوستان کرکټ بورډ به له ورما د استعفا څخه ۴۵ ورځي وروسته،د نوموړي ځای ناستې وټاکې،د وروستیو معلوماتو څخه معلومیږي چې پخوانی د
ipl
مشر راجیو شکلا به دغه پوسټ ترلاسه کړې.

ولید ( خپلواک)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې