دلوبغاړو په اړه

راشد خان بل نړیوال ریکارډ هم جوړ کړ!

راشد خان یو بل نړیوال ریکارډ جوړ کړ!
راشد خان د نړیوال کرکټ په بهیر کې یو له ځلیدونکو لوبغتړو څخه دی!
چې اوسمهال یې په ټوله نوی کې غوره شهرت او نوم پیدا کړی دی، دی نه یواځې دا چې د افغان کرکټ له کلیدي لوبغاړو څخه دی، بلکې د نړیوالو لیګونو له مهمو لوبغاړو څخه شمیرل کیږي!
راشد خان هغه څوک دی چې په کم وخت کې یې د خپل قوي استعداد پر مټ زیات شهرت پیدا کړ؛

راشد خان په دې وروستیو کې د دوه نړیوالو ریکارډونو څخه برخمن دی:
یو ریکارډ چې موږ یې مخکې یادونه کړي ده، دا دی چې راشد خان هغه څوک دی چې اوس یې په شل اوريزو نړیوالو لوبو کې 13 ځلې 3 ویکټې تر لاسه کړي، چې دا د نارينه وو شل اوريز کریکټ تاریخ کې د هر بالر لپاره تر ټولو ډیر ځلې درې لوبغاړي سوځول دي!
دوهم ریکارډ یې دا دی چې راشد خان د نړی کم عمره بالر دی چې ژر ۲۰۰ ویکټې پوره کوي!
دی په ۲۰ کاله او ۱۷۱ ورځو عمر سره د ۲۰۰ ویکټو اخیستو ریکارډ هم پر خپل نوم کړ!
یادونه: که څه هم دغه ریکارډ تیر کال راشد خان پخپ نوم کړی و، خو د (کرک ټرکر) ویب پاڼې د راشد خان دغه ریکارډ بیا تازه کړ!

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې