ولایتي سیالۍ

د کرکټ بورډ مسولینو ته د ننګرهار لوبغاړو او اکاډمیو مشرانو ګواښ

د ګریډ ون سیالیو لپاره ننګرهار لوبډلې ته لوبغاړي غوره شول خو ځینې لوبغاړي او د اکاډمیوو مسولین وایي چې سږ کال ننګرهار لوبډلې ته غوره شوي لوبغاړو کې زیات شمیر لوبغاړي په واسطو ، ملګرتیا او د نشنل کرکټ اکاډمۍ څخه یادې لوبډلې ته لوبغاړي غوره شوي .

د یادولو ده چې ننګرهار کې ٧ د کرکټ اکاډمیانې شتون لري چې هرې اکاډمۍ کې په سلګونو لوبغاړي روزانه خپل تمرینات تر سره کوي د لوبغاړو پر ویناه مونږ سره کرکټ بورډ په ځانګړي ډول د ختیځ زون اداره د مور او میرې چلند کوي دوی وایی چې د سپین غر زون اکاډمۍ کې چې کوم لوبغاړي تمرینات کوي هغو لوبغاړو ته په هره لوبډله کې چانس شته خو څوک چې هغې اکاډمۍ کې لوبه نه کوي په هیڅ لوبډله کې څوک چانس نه ورکوي .

لوبغاړي زیاتوي چې یادو سیالیو ته تر ډیره ننګرهار لوبډلې لپاره زاړه لوبغاړي غوره شوي دا هغه لوبغاړي دي چې هره لوبډله کې دوی ته چانس ورکوي خو د هیڅ درد دوا نه شول .

د ننګرهار ختیځ کرکټ اکاډمۍ یو تن مسول ډاکتر عزیز خیوه وال افغان کریک انفو سره په خبرو کې وویل چې (( د ننګرهار کرکت د نماینده مسولیت څه شی دی؟
زمونږ لوبغاړو سره تل ظلم شوی او مونږ زغملی خو نور دغه ظلم نشو زغمی .
مونږ ټولو د کرکټ اکاډمیانو مسولینو او لوبغاړو پریکړه کړې چې د ختیځ زون ادارې ننګرهار کرکټ بورډ خلاف نن خبریالانو ته د خبري ګنفرانس له لارې دا ټولې ستونزې بیان کړو مونږ سره ولې کرکټ بورډ د مور او میرې چلند کوي لوبغاړي د لغمان دی او دلته یې د ننګرهار لوبډله کې لوبوي دلته په ننګرهار کې سلګونه ځوانان په اکاډمیانو کې زاړه شول د بورد مسولین هماغه زړې پرزې هره لوبډله کې اخلي دا ځوان لوبغاړي کرکټ د څه لپاره کوي چې هیڅ لوبډله کې چانس نه ورکوﺉ!
نوموی زیاتوي که چیری د کلب لیول وشی دهغی څخه باید لوبغاړی د ګرید ون لپاره وټاکل شی.
کلب لیول تیر کال وشوو ختیځ اکادمی وګټو. مونږ نه چا تپوس هم ونکړو چی کوم لوبغاړی رامعرفی کړه.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ننګرهار لوبډلې د ګریډ ون سیالیو لپاره دغه لوبغاړي انتخاب کړل خو د لوبغاړو او د کرکټ مینوالو له لوري له سخت غبرګون سره مخ شول .
طارق ستانکزی ،بهيرشاه ،شوکتزمان ،وحيد‌شفق ،ناصر عمر ،طاهر عادل ،شبير نوري ،قیس احمد ،باطن شاه ؛عبدالله ؛ابراهيم عبدالرحيم زي ؛عابد محمدي ؛زبيداکبري؛ تميم سرخرودي؛ ولي اغا ؛ مجيد عالم ؛ عثمان نوري ؛الله نور ؛ اعظيم ناصري؛ یوسف؛خيرالله ؛ پرويزملکزی ؛اسحاق محمدي ،بهار علي ،فرهاد مومند ،قاري فطرت ،معشوق ملکزی ،زبیح الله ويکټ کيپر ،نسیم ، ذاهد‌سلیمي.
د غوره شوو لوبغاړو څخه به یو ، یو ټرایل اخیستل کیږي بیا به ترې پنځلس لوبغاړي غوره شي

خیرالله پرهر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې