نړیوال کریکټ

برین لارا : په نړۍ کې یې د خوښې لوبغاړی هندوستاني دی

د ویسټ انډیز لوبډلې پخوانی لوبغاړی (برین لارا) چې په نړیواله کچه تراوسه شهرت لرونکی لوبغاړ دی لا هم د نوموړي د توپ وهنې ستاینه کیږي.لارا د سټارسپورټ تلویزون سره په مرکه کې ویلي((په نړۍ کې د ویراټ کوهلي،سټیپ سمیت،او روهیت شرما،پڅېر کیليدي لوبغاړي شته، خوزه په اوسني وخت کې د هندوستاني ښي لاسي اوپنر،کېل راهول،د توپ وهنې ځانګړی مینوال یم.لارا په خپله مرکه کې د ټیسټ لوبې په اړه هم نظر ورکړ،زه ډېر اندیښمن یم چې ټيسټ کرکټ لنډ فارمټ ته رانشي.ځکه د نړۍ خلک له ټیسټ کرکټ سره ډېره زیاته علاقه لري،ټيسټ کرکټ د مینوالو لپاره د تفریح یوه ښه وسیله ده،که چیرته ټیسټ کرکټ کې تغیرات راشي نو دا به زما لپاره بد خبر وي.برین لارا له نړیوال کرکټ څخه استعفا کړې خو دخپل وخت ترټولو مخکښ لوبغاړی و.او په نړۍ کې یې زیات ریکارډونه ترشاه پريښې چې لا یې هم د اوسني دور کرکټران د ماتولو هڅه کوي.

ولید (خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې