لیګونه

ګنګولي : آی پي ایل کرونا ویروس نه شي ځنډولی

د هندوستان د BCCI مشر سوراپ ګنګولي وویل((کرونا ویروس هیڅ د آی پي ایل،مخه نشي نیولای،کوم مهالویش چې د رسنیوسره شریک شوې په همغه ټایم به لوبې ترسره کيږي،او هيڅ کوم بدلون پکې نه دی راغلی،مونږ د کرونا ویروس په اړه پوره چمتوالی لرو. په ټول هندوستان کې داسي اوزې وي چې دغه لیګ به وځنډول شي،ځکه تر اوسه پورې په ټول هندوستان کې د کرونا ۳۰ مثبتې پيښې ثبت شوې دي.د مهاراشترا د روغتیا وزیر ، راجیش توپ ویلي و چې راتلونکی ۲۰۲۰ م کال آی پي ایل لیګ دي باید وځنډول شي.خو دغه خبرې بیرته د (بي سي سي آی) مشر سوراپ ګنګولي بي اساسه وبللي.د ۲۰۲۰ م کال
IPL
دیارلسم پړاو د مارچ میاشتې په ۲۹ نېټه د چينای سوپر کینګز او د ممبې انډینز په لوبه پيل شي.

ولید ( خپلواک)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې