دلوبغاړو په اړه

هندي کرکټ بورډ له ماتو وروسته لوبډله کي جالب تغیرات راوستل

دهندۍ لوبډلي الراونډر لوبغاړی هارډیک پانډیا تقریبا له اوو میاشتو وروسته یوځل بیا خپلي لوبډلي ته راغلی. دپانډیا وروستۍ لوبه په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام نیمه پایلوبه کي د نیوزلینډ خلاف وه چي هند لوبډلي هماغه لوبه بایلوده او پانډیا پکښي ۱۸ منډي جوړي کړي. له هغه وروسته دهارډیک دملا کښتنۍ برخه خوږ سول چی بیایي عملیات هم وکړ او اوس نوموړی پوره اماده دی چي دخپلي لوبډلي لپاره ولوبیږي. هغه خپل دفټنس جوړښت هلته ورکړ کله چي نوموړي ممبی کي په سیمه ییزو لوبو کي برخه واخستل او ۴۶ ،۱۰۵ ،۳۸ او ۱۵۸ ناسوځیدلي منډي یي جوړي کړي. ترڅنګ یي ښه توپ اچونه هم وکړل، دا هرڅه ښیي چي نوموړی د سویلي افریقا خلاف لوبو ته پوره اماده دی کوم چي د مارچ په ۱۲ مه په دارمسالا کي پیلیږي.

لوبډلي ته په بیرته راستنیدونکو کي شیکر دھون، بونیشور کومار او شبمن ګیل هم دي. دھون د ټپي کیدو له امله د نیوزیلینډ سیریز له لاسه ورکړی و، مګر میانک اگروال یي ځای ناستی و، چې له دریو اننګزونو څخه یې یوازې ۳۶ منډې جوړې کړې. بونیشور چې وروستۍ لوبه یې په ډیسمبر کې د ویسټ انډیز په وړاندې پخپل کوربه توب شل اوریز سیریز کې کړي وه، د خپل زخم څخه روغ سوی او د محمد شامي په ځای بیرته لوبډلي ته راستون سوی. او شمي ته آرام ورکړل سوی دی. کیدر جادو، شیوام ډوبي او شاردول ټاکر په نیوزیلینډ کې د کمزوري لوبي وروسته د ۱۵ کسیزه لوبډلي څخه لرې سوي. په عین وخت کې پیلونکی پریتوی شا او د ښي لاس تیز توپ اچونکي نودیپ سني خپل ځایونه ساتلي دي. مرستیال لوبډلمشر روحیت شرما لاهم دخپل زخم سره په څنګ کي دی.
د سویلي افریقا خلاف هندۍ لوبډله: ویرات کوهلي لوبډل مشر، شکرداون، پریتوی شا، کی ایل راهول، منیش پانډي، سریاش لایر، ریشب پنت، هارډیک پانډیا، رویندرا جدیجا، بونیشور کمار، یزویندرا چهال،  جسپریت بومرا، نوډیپ سنی، کولدیپ یادو او شبمن ګیل
دیادي وړده چي یاد تغیرات ځکه هندۍ لوبډله کي راغلي چي دوي تیره میاشت د نیوزلینډ خلاف په یوورځنیو اوټیسټ لوبو کي له سختو ماتو سره مخ سول.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې