دلوبغاړو په اړه

شکیب الحسن هیله لري ۲۰۲۰ نړیوال جام وګټې

د بنګله دېش لوبډلې بهترین لوبغاړی او د نړۍ غوره الراونډر شکیب الحسن هیله مند دی، چې د دوی لوبډله بنګله دېش د ۲۰۲۰ کال ۲۰ اورېرز نړیوال جام وګټې. شکیب الحسن چې د کریکټ نړیوالې شورا له لوري پرې بندېز لګېدلی وه نو له همدې امله یې د بنګله دېش په تېرو سیالیو کې ګډون نه درلود.

د یادونې وړ ده چې بنګله دېش نولس کلنو کریکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره نړیوال جام وګاټه او په لومړنې ځل یې خپل هېواد ته د نړیوال جام ټرافي یوړه. نو له همدې امله دغه افسانوې لوبغاړی هیله مند دی چې د ۲۰۲۰ کال اسي سي سي شل اورېز جام وګټې.

بي ډي کریک ټایم د شکیب الحسن د قوله لیکلې دي: “لکه څنګه چې ما مخکې وویل، مونږ باید لوی خوبونه وګورو او زه تل لوی خوب ګورم.” د یادولو وړ ده چې د شکیب الحسن لوی خوب کتل د نړیوال جام ګټل دي.

ټاکل شوي ده چې ۲۰۲۰ نړیوال جام به په اسټرالیا کې د اکتوبر په میاشت کې پیل شې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې