دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سوفي مولېنکس ځانګړي مینه وال ته د نړیوال جام سرو زرو مېډال ورکړ او زړونه یې وګټل

د ښځینه کریکټ شل اورېز جام چې وړمه ورځ د اسټرالیا کریکټ ښځینه لوبډلې په بریا سره پایته ورسید. او په تاریخ کې یې د پنځم ځل لپاره د نړیوال جام اتلولۍ ګټل ثبت کړه. د یادونې وړ ده چې د ښځینه کریکټ شل اورېز جام پایلوبه د کوربه اسټرالیا او هند ښځینه لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. چې پکې کوربه اسټرالیا ښځینه کریکټ ملي لوبډلې په ۸۵ منډو بریا ترلاسه کړه.

په دغه شل اورېرز ښځینه نړیوال جام کې د سوفي مولېنکس لخوا یوه شیبه وه، چې د ملیونونو خلکو زوړنه یې وګټل. نوموړې چې د بریا وروسته یې د آي سي سي ښځینه کریکټ سرو زرو مېډال ترلاسه کړ چې وروسته یې یاد مېډال یو ځانګړي فین یا مینه وال ته ډالۍ کړ او ور یې کړ. نوموړې په داسې حال کې هغې مینه وال ته مېډال ورکړ چې هغې د سوفي مولېنکس لوري ته د حرکت هڅه کوله او غوښتل یې چې سوفي مولېنکس سره له نږدې ووینې، مینه وال وروسته د سوفي مولېنکس سره د انځور اخیستو له امله زیاته خوشاله ښکاریده. سوفي مولېنکس وروسته داسې د حیرانتیا وړ کار وکړ چې د نړیوال جام طلاي مېډال یې فین (مینه وال) ته ورکړ.

د سوفې مولېنکس د یادې کارنامې ویډیو د اي سي سي شل اورېرز نړیوال جام پر رسمي ټوېټر هم خپره شوي ده چې ورسره لېکل شوي دي: “د سوفي مولېنکس لخوا څومره حیرانونکي اشاره.” چې وروسته دغه ویډیو پر ټولنېزو رسنیو خورا زیاته خپره شوه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې