نړیوال کریکټ

زمبابوي شل اوریزه لړۍ هم په ماته پیل کړه

زمبابوي لوبډله دیوي ټیسټ، درو یوورځنیو او دوو شل اوریزو لوبو لپاره بنګله دیش ته تللي. یواځنۍ ټیسټ لوبه او دیو ورځنۍ لوبو سریز دواړه بنګله دیش وګټل. او نن دیادو لوبو په دوام د دوو شل اوریزو لوبو لړۍ راپیل سول. دلوبي پچه زمبابوي وګټل او دتوپ اچونکي پریکړه یي وکړل. بنګله دیش لوبډلي په پوره شلو اورونو کي د درو لوبغاړو په دلاسه ورکولو زمبابوي ته ۲۰۱ منډي هدف وټاکه. چي له ډلي یي سومیا سرکار ۶۲ ناسوځیدلي، لیټن ډاس ۵۹ او تمیم اقبال ۴۱ منډي جوړي کړي. او زمبابوي لوبډلي ته رضا، مپوپو او مدهیورا ۱-۱ بنګالی لوبغاړۍ وسوځاوه. دیاد هدف ترلاسه کولو لپاره زمبابوي لوبغاړو لوبه پیل کړل چي په پوره ۱۹ اورونو کي یي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۱۵۲ منډي جوړي اولوبه یي په ۴۸ منډو بایلوده. زمبابوي لوبډلي ته کمونهوکاموي ۲۸ او ممبا ۲۵ منډي جوړي کړي. بنګله دیش ته مستفیض الرحمن او امین الاسلام ۳-۳ لوبغاړي وسوځول. دلوبي غوره لوبغاړۍ سومیا سرکار ونومول سو. پدي بریا سره سریز ۰-۱ دبنګله دیش په ګټه روان سو. ددي لړۍ وروستۍ لوبه د مارچ په ۱۱ مه دچهارشنبي په ورځ ترسره کیږي، که بنګله دیش لوبډله لوبه ګټي سریز به خپلوي او که زمبابوي یي ګټي نو سریز به مساوي کوي. په یادو لړیو کي زمبابوي تراوسه هیڅ کومه بریا نلري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې