دلوبغاړو په اړه

رمیز راجا : شاداب د ملي لوبډلې لپاره هم برید کونکي توپ وهنه ترسره کولای شي

د پاکستان هېواد پخوانی لوبغاړی او د اوس وخت مشهوره مبصر(رمیز راجا) په خپل رسمي چينل کې وروستۍ څرګندونې د شاداب په اړه وکړې.د پاکستان هېواد سوکه توپ اچونکی(شاداب خان) چې د اسلام اباد یو نایټيډ لوبډلې کيپتان دی په خپله کيپتانۍ کې په مهم راونډ کې میدان ته راښکته کیږي تر څو د خپلې لوبډلې په ګټه ښه توپ وهنه ترسره کړې.نوموړي د خپلې لوبډلې لپاره ښه توپ وهنه پيل کړې او لا دوام ورکوي.راجا وایي((د شاداب توپ وهنه ډېره ګټوره ده،باید پر نوموړي د توپ وهنې په برخه کې هم زیات باور وشي،هغه د کيپتانۍ ترڅنګ په لوبغالي کې خوره ښه توپ وهنه کوي،پاکستان لوبډله یو بهترینه الراونډره ته په لوبډله کې زیات ضرورت لري،د شاداب راتلونکی خوره ډېر روښانه لیدل کيږي.رمیز راجا چې د پاکستان هېواد لپاره یې نړیوال کرکټ ترسره کړې نوموړي پخوا له کرکټ سره مخاخه کړې او د خپل وخت تر ټولو غوره مبصر دی.

ولید (خپلواک)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې