افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

راشد خان نړیوال ریکارډ جوړ کړ!

راشد خان په شل اوریز کرکټ کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ!
د افغانستان او آیرلینډ ترمینځ د درې یو ورځینیو سیالیو دوهمه شل اوریزه لوبه به د ګریټر نویډا ایالت په ګریټر نویډا لوبغالي کې ترسره شوه.
لوبه د افغانستان پر وخت د ماسپښین په یوه بجه پيل شوه، دا لوبه په سټار سپورټس ټلویزیون په ژوندی بڼه خپره شوه!
افغانستان په دوهمه لوبه کې هم ایرلنډ ته د ۲۱ منډو په توپیر ماته ورکړه!

خو ایا د راشد خان له ریکارډ خبر یاست؟
راشد خان هغه څوک دی چې اوس په په شل اوريزو نړیوالو لوبو کې 13 ځلې 3 ویکټې تر لاسه کوي! چې دا د نارينه وو شل اوريز کریکټ تاریخ کې د هر بالر لپاره تر ټولو ډیر ځلې درې لوبغاړي سوځول دي. د راشد وروستۍ لاسته راوړنه دا ده چې هغه اوس د سریلانکا له لیسټ ملینګا او د پاکستان له عمر ګل څخه مخکې شوی دی چې د سريلنکا ملنګا او د پاکستان عمرګل هر یو 12 ځله درې ویکټې واخیستې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې